په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو پخپلو نننیو ګڼو کې د انتخاباتو او روانو حالاتو ترڅنګ د هلمند په عملیاتو هم بیلابیلو مطالب خپاره کړیدي.
په کابل کې زمونږ همکار حمید مهمند دا ورځپاڼې لوستي او لاندنې مطلب يې ترې چمتو کړې دې.
ویسا:
دې خپلواکې ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې په غټ سرلیک کې د امریکا د لوې درستیز په حواله لیکلي دي، چې له منځلارو طالبانو سره تعامل ددوی راتلونکې لار ده.
ورځپاڼې د موضوع په دوام د جنرال مایک مولن دا وینا هم راخسیتې، چې سخت دریځه طالبان باید له منځه یوړلې شي، خو له هغو سره باید تعامل وشي، چې وسلې پر ځمکه ږدي او د سولې له بهیر سره یو ځاې کیږي.
ورځپاڼې په همدي مخ کې د یو برطانوي کارپوه دا سپارښتنه راخستې، چې د طالبانو په وړاندې د پاکستان سیاست باید بدل شي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د ځینو کاندیدانو لخوا د بدلون د شعارونو د ورکولو مسله څیړلې او لیکلي دي، چې دا یو هدف دې او که ډرامه؟
هیواد:
دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په هلمند کې د افغان او نړیوالو ځواکونو په روانو پوځي عملیاتو تبصره کړې او پدې ترڅ کې يې د هلمند د خلکو غوښتنې منعکس کړیدي.
ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرلیک هم د هلمند عملیاتو ته ځانګړې کړې او لیکلي دي، چې افغان او امریکايي ځواکونه د خانشین له نیولو وروسته اوس د ګرمسیر په لور روان دي.
ورځپاڼې په یو بل مطلب کې بیا لیکلي دي، چې د پوځي فشار پر ځاې اقتصادي وده په افغانستان کې د ثبات ښه عامل بلل کیږي.
راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره لیکلي دي، چې په افغانستان کې د ثبات د ټینګښت لپاره امریکایان بایدد بشر حقوقو ته درناوی وکړي.
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي، چې له هغو مسئلو، چې امریکایانو او افغانانو ته يې پراخې ستونزې درولي دي، د امریکایانو لخوا د افغانانو دود، جنګي او بشري حقوقو ته نه درناوی دې.
دې ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله کې د کاندیدانو انتخاباتي کمپاینونو ته کتنه کړې او دا سپارښتنه يې کړې، چې کاندیدانو باید د بهرنیو هیوادونو د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره د خپل هیواد په ملي ګټو معامله ونکړي.
افغانستان ټایمز:
دې انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې پخپله کې پدې ټینګار کړې دې، چې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې مخنیوی د طالبانو پر ضد د مبارزې د بریالي کیدو لپاره ضروري ده.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د کابل ښا روان حالت څیړلې او لیکلي دي، چې دغه ښار د ښاري خدماتو له نشتوالي سره مخامخ دې.
ورځپاڼې خپل نننې کارټون په افغانستان کې له د واک څوکۍ سره موجوده مینه انځور کړې .
اصلاح او انیس:
دې دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.
انیس پخپله سرمقاله کې بیا په هلمند کې د افغان او امریکايي ځواکونو ګډ عملیات لومړنې ازمون بللې دې.
خو اصلاح بیا پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د نشه يې توکو په خلاف روانه مبارزه او پدې اړه نوې تګلارې ته کتنه کړې.
ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په رسنیو دا انتقاد کړې دې، چې د کاندیدانو په وړاندې له عدالت نه کار نه اخلي.
ورځپاڼې په یو جلا څیړنیز مطلب کې د کلاندیدانو ترمنځ انتخاباتي مبارزو، د هغوی ژمنو او دوهم پړاو ته د انتخاباتو د غزولو په امکان تبصره کړې ده.
ورځپاڼې په یو بل ځاې کې په افغانستان کې د بې کارۍ ستونزې او د هغې پایلو ته په اشارې لیکلي دي، چې قاچاق وړونکي او وسلوال مخالفین له بې کاره کسانو نه د ځان په ګټه کار اخلي.