کور / تازه خبرونه / روسيې امريکايي وسلو ته د تېرېدو اجازه ورکړه

روسيې امريکايي وسلو ته د تېرېدو اجازه ورکړه

د روسيې حکومت وايي امريکا کولاى سي د دې هيواد له لاري افغانستان ته جنګي اکمالات وکړي.


تر دې دمخه روسيې د امريکا او ناټو سره يوازي د خوراکي توکو د لېږد اجازه ورکړې وه چي په افغانستان کي مېشتو عسکو ته يې د روسيې له خاوري انتقال کړي.


د کرملين ماڼۍ د جمعې په ورځ اعلان وکړ چي تر دې وروسته ناټو او امريکايان افغانستان ته خپل پوځي سامانونه هم د روسيې له لاري انتقالولاى سي.


د روسيې حکومت په داسي حال کي دغه اعلان کړئ چي روانه اونۍ ولسمشر باراک اوباما دغه هيواد ته په سفر ځي.


ناټو او امريکا په افغانستان کي مېشتو پوځيانو ته د جنګي او خوراکي توکو په رسولو کي وروسته له هغه د ستونزو سره مخ سول، چي له پېښور څخه تر تورخم پوري د دوى پر کاروانونو د طالبانو بريدونه ډېر سول.


تر دې دمخه ناټو او امريکا افغانستان ته خپل ټول اکمالات د پاکستان له لاري کول.