کور / تازه خبرونه / هلمند: د امريکا سمندري پوځي وژل سوئ دئ

هلمند: د امريکا سمندري پوځي وژل سوئ دئ

په افغانستان کي مېشت ايتلافي ځواکونو د هلمند په عملياتو کي د يوه سمندري پوځي د مړيني خبر ورکوي.

ايتلافي ځواکونه وايي په دې عملياتو کي چي د پنجشنبې په سهار د ٤٠٠٠ امريکايي او ٦٥٠ افغان پوځيانو له خوا د هلمند د سيند پر غاړه پيل سوي دي له طالبانو يې ډيري سيمي لاندي کړي.

ايتلافي ځواکونه وايي دا تر ٢٠٠١ کال وروسته په افغانستان کي تر ټولو پراخ پوځي عمليات دي چي د طالبانو پر ضد پيلېږي.

د پنجشنبې په ورځ د عملياتو په لومړيو ساعتونو کي د ٢٢ طالبانو د وژلو ادعا سوې وه، خو تر هغه وروسته له سيمي څخه د مرګ ژوبلي خبر نه دئ ورکړل سوئ.

ايتلافي ځواکونه وايي د هلمند پر ناوه او ګرمسېر ولسواليو يې د افغان امنيتي ځواکونو واک ټينګ کړئ دئ.