د پښتونخوا له مرکز پېښور څخه ٢٠ کيلومتره ليري په اورکزى ايجنسي کي د پاکستاني پوځيانو يوه څرخکه لوېدلې چي پکښي سپاره ټول کسان وژل سوي دي.
سره له دې چي پاکستاني پوځيان د الوتکي د لوېدو علت تخنيکي ستونزه په ګوته کوي، خو د سيمي اوسېدونکي وايي د پوځيانو څرخکه د يوې غونډۍ له پاسه تېرېده چي وسله والو په راکټ وويشته او اور يې واخيستئ..
د پاکستان لوى درستيز جنرال اشفاق پروېز کياني د پېښي د څېړلو حکم کړئ دئ.
د پاکستان د پوځ وياند جنرال اطهر عباس وايي د پوځ دغه څرخکه الوتکه د جمعې د ورځي په ماځيګر پنځه بجې د اورکزى ايجنسي په فيروزخېل سيمه کي راولوېده چي پکښي سپاره٤١ پوځيان ټول وژل سوي دي.