په افغانستان کي لوړ پوړى برتانوى قومندان وژل سوئ دئ.
د برتانيې د دفاع وزارت وايي ٤٠ کلن ډګروال Rupert Thornelo او يو بل عسکر يې د چارشنبې په ورځ په هلمند ولايت کي وژل سوي دي.
د مړيني علت د لښکرګاه ښار ته نيژدې د برتانوي پوځيانو پر کاروان چاودنه په ګوته سوې ده.
د دفاع وزارت وايي دا يې له ٢٠٠١ کال راهيسي په افغانستان کي تر ټولو لوړ پوړى پوځي دئ، چي د طالبانو له خوا وژل کېږي.