کور / تازه خبرونه / امريکا په افغانستان کي د عسکرو پر پاتېدو غور کوي

امريکا په افغانستان کي د عسکرو پر پاتېدو غور کوي

د امريکا ولسمشر باراک اوباما وايي په افغانستان کي به د امريکايي پوځيانو پر سته والي باندي غور وکړي.

امريکايي رسنيو د باراک اوباما په حواله خبرونه خپاره کړي چي وايي په افغانستان کي به د جمهوري رياست تر انتخاباتو وروسته د امريکايي عسکرو پر ډېر والي تجديد نظر وکړي او که يې اړتيا نه وه ځيني عسکر به بيرته وباسي او په ډېرو ځايونو کي به امنيتي چاري د عراق په څېر افغان امنيتي ځواکونو ته وسپاري.

همدا راز باراک اوباما ويلي اېران به په هيڅ ډول د اټومي وسلو جوړولو ته پرېنږدي.

هغه وايي په اټومي وسلو د اېران سمبالېدل ټولي نړۍ ته ګواښ دئ او چي پر هره ذريعه وي امريکا به يې مخنيوى وکړي.

باراک اوباما د امريکا د پاپ موسيقۍ د وتلي سندرغاړي مايکل جکسن پر مړينه هم خواشيني ښودلې او وايي د هغه په مرګ د پاپ موسيقۍ د تاريخ يو مهم باب وتړل سو.