کور / تازه خبرونه / صوبه پختونخوا: وزيراعلی په ناڅاپي دوره بره دير ته ورسېدو

صوبه پختونخوا: وزيراعلی په ناڅاپي دوره بره دير ته ورسېدو


د جولائۍ لمړۍ ورځ کال ٢٠٠٩ء
وزيراعلی سيکرټرېټ
صوبه پختونخوا ـ پېښور


وزيراعلی پښتونخوا ښاغلے اميرحېدرخان هوتي پرون په ناڅاپي دوره بره دير ته ورسېدو چرته چې هغوۍ يو نمائينده جرګې ته د وېنا نه علاوه د شرخوښو د لاسو شهيد شوو کسانو وارثانو ته د معاوضې چيکونه هم تقسيم کړل ـ په دې موقعه د عوامي نېشنل پارټۍ د اطلاعاتو مرکزي سيکتر سنېټر زاهد خان ، صوبائي وزيران مياافتخار حسېن اؤ هدايت الله سره سره د دير بالا نه د صوبائي اسمبلۍ غړي محمد انورخان ، باچا صالح ، ملک حېات ، د پولسېو انسپکټر جنرال اؤ نور اعلی صوبائي افسران هم موجود وو ـ

وزيراعلی پښتونخوا ښاغلے اميرحېدرخان هوتي پرون په ناڅاپي دوره بره دير ته ورسېدو چرته چې هغوۍ يو نمائينده جرګې ته د وېنا نه علاوه د شرخوښو د لاسو شهيد شوو کسانو وارثانو ته د معاوضې چيکونه هم تقسيم کړل


د سلطان خېلو اؤ پائينده خېلو شريکې جرګې ته د وېنا په وخت ښاغلي اميرحېدرخان هوتي وئيل چې په مالاکنډ ډويژن کښې د سول انتظامئې اؤ عدالتي نظام د پئيل سره سم لاسي به په نظام عدل پوره پوره عمل کول هم لاس پورې کړل شي ـ



وزير اعلی وئيل چې وخت او حالات شاعمر يو شان نه وي ولې وطن اؤ د پلارنيکۀ دفتر شاعمر خپل ارزښت د لاسه نه ورکوي ـ ده وئيل چې بايد داوخت ټول پختانه يو موټے شي چې په ښه توګه د خپلې خاورې د بقاء جنګ اوګټي ـ ځکه چې ددې حالاتو مقابله مونږ صرف د يو لاس تللو سره کولے شو ـ ده وئيل چې په قامي جنګ کښې نظريات او پارټي په ځائې پاتې شي او د قام مرام يو شي ـ


دوۍ وئيل چې د حکومت د واک ترلاسه کولو سره سم مونږ د بدامنيت اؤ شورش نه د خلاصي په هيله د امن لپاره په عملي کوششونو لاس پورې کړے وۀ او هم د مېدان (دير) د جرګې په خواست مونږ مولانا صوفي محمد د زندان نه خوشے کړے وۀ ـ مونږ فکر کاوۀ چې دا به د مالاکنډ ډويژن په حالاتو ښه اغېز پرېباسي ـ


اميرحېدرخان هوتي زياته کړه چې د ملي اؤ بېن اللملي انتقادونو باوجود زمونږ حکومت د نظام عدل په نامه ټوپک اوچتوونکو سره يوه معاهده هم لاس ليک کړله ـ ولې د بدقسمتۍ نه سوات ته د وزيرستان نه چې کوم حکم راغللو ، په هغه ثوب وسله والو د معاهدې نه سرغڼوڼه اوکړله ـ په دې دوران کښې د مالاکنډ خلقو هم نعرې وهلې چې شريعت نه په ګولۍ راتلے شي نه په ګوله راځي ـ ددې لکه بله مونږ نظام عدل ريګلولېشن د قامي اسمبلۍ نه منظور کړلو اؤ د پاکستان صدر پرې لاس ليک هم اوکړلو ـ مونږ ددې ټولو فورمونو مننه کوو چې زمونږ رائې ته ئې درناوے راکړے دے ـ د مالاکنډ ډويژن اولس هم ددې ډېره ستائينه اوکړه او د خوشحالۍ څرګندونه ئې اوکړله ـ ولې ددې سره شرخوښو د معاهدې ٢٢٥ ځله خلاف ورزۍ اوکړلې او ټوپک مارو دير اؤ بونېر پله هم پښې غزول شورو کړل ـ دوۍ ماشومان حلالول ، سکولونه ئې سېزل ، لوټ مار ئې کوو اؤ په داسې حال کښې د داسې خلقو سره نوره خبره کول ممکنه نه وو ـ


وزيراعلی د دير د غېرتمند اولس ستائينه اوکړه چا چې د شرخوښو پرضد قامي لښکرې اوکړې اؤ ددوۍ لار ئې اونيوه ـ دوۍ زياته کړه چې د شرخوښو د کارونو اؤ هلوځلو نه معلومه شوه چې ددوۍ د شريعت پيژني هم نه ، دوۍ صرف په دې ټاټوبي تباهي او بربادي راوستل غواړي ـ اولس دا خلق اوپېژندل او قام هم زمونږ مرسته اوکړه ـ

دوۍ وئيل چې د سوات ، دير اؤ بونېر خلق ددوۍ لکه بله بې کوره شول او د داسې خلقو سره نوره نرمي نه شي کېدے ـ وزيراعلی وئيل چې دوۍ چې کله د متاثرينو د کېمپونو دوره کوله نو هلته ورته خلقو وئيل چې مونږهرقسم سختې زغملو ته تېار يو خو بايد حکومت داسې ظالمان شورشيان خپل انجام ته اورسوي ـ


د پښتونخوا ولايت وزيراعلی وئيل چې د مالاکنډ لپاره د سلو قاضيانو کېښنولو تابيا شوېده اؤ مونږ دا پرېکړه هم کړېده چې بنيادي طور به د هرې پوليس څوکۍ په کچ به يو قاضي کېښنولے شي ـ اپيل به هم په مالاکنډ کښې کيږي اؤ ددې ځائې خلق به د انصاف د پاره پېښور او د اسلام آباد د تللو نه حلاص شي ـ


وزيراعلی وئيل چې د قانون نافذ کوونکو ادارو د مضبوطيا د پاره مونږ د مرکزي حکومت نه د ٢٤ اربه روپو پېکج منظور کړے دے ـ وزير اعلی په اپر دير کښې د يو نوي سب ډويژن د اعلان سره سره دلته د پوليس اسټېشنو شمېره د ٦ نه اته کړله ـ


وزيراعلی د ديربالا بې کوره شوو خاندانونو د پاره د ١٥٠٠ پکهو اؤ واټرکولرو ورکولو منظوري هم ورکړه ـ دوۍ خلقو ته باور ورکړ چې د يوې مېاشتې د خوراک څښاک سامان به دوۍ ته په ورځ دوه کښې هم بره دير ته را اوليږي ـ دوۍ وئيل چې ٧٠ ـ ٨٠ ٪ بېکوره شوو اؤ زپلو شوو کورنو مېلمستيا کولو سره پختون اولس د پختونولۍ روايات راژوندي کړي دي ـ


وزيراعلی وئيل چې کۀ د مختلفو ضلعو د اولس کمک او ملګېرتياوې نه وے نو شايد چې په دومره لوئې کچ راتلونکو خلقو ته د حکومت رسېدل ګران وو ـ


وزيراعلی په دې موقعه د ديربالا د پوليسو او لېويز شمېره يو په دوه کولو اعلان هم اوکړو ـ دوۍ د درېواړو صوبائي حلقو د پاره د لويو اسکيمونو سره سره د وړو وړو پراجيکټونو د پاره هم د اضافي ٣ کروړه روپو رقم زيات کړو او دا رقم ئې ٩ کروړ کړلو ـ وزيراعلی د اپر دير د پرېس کلب لپاره هم د دوو لکهو روپو د ګرانټ منظوري ورکړله ـ


وزيراعلی وئيل چې مونږ نه صرف دا چې په داسې قسم سيمو کښې د سرکاري خلقو د رالېږلو په صله کښې ددوۍ الاونسونه يو په لس زيات کړي دي بلکې مونږ به د دير د خلقو د جرګې د ستائينې په ډول دلته په واړۍ کښې يو جرګه هال هم جوړوو ـ



وزيراعلی په دې دوره کښې د هغه کسانو وارثانو ته امدادي چيکونه هم ورکړل څوک چې د شرخوښو د لاسه شهيدان شوي دي ـ د دورې په سر کښې د بره دير ناظم صاحبزاده طارق الله دوۍ ته د دير په مسئلو بريفنګ ورکړلو ـ