۱۱ سرطان ۱۳۸۸
څه موده وړاندې مې د هرات لرغونې ولایت ته سفر وکړ او هلته مې ولیدل چې پدغه ولایت کې د بیا رغونې او پرمختګ ډیر کارونه ترسره شوي وو او لا اوس هم د ابادۍ چارې روانې وي، د بیلګې په توګه د هرات ولایت زیات سړکونه قیر شوي وو، لوړپوړیزه ودانۍ پکې جوړې شوي وي، په ښار کې ټول کورونه اوسړکونه د ګاونډیو هیوادونوهر یو ترکمنستان او ایران په بریښنا روښانه وو او خلکو خپلې ورځینۍ چارې په ښه توګه ترسره کولې . خدای (ج) شاهد دي چې زه د دې بدلون په لیدلو سره ډیر خوښ شوم او د خدای (ج) شکر مې ادا کړ. او دا خوشالې مې لا پسې زیاته شوه کله مې چې د هرات هوایې ډګر تر څیرمه یو ډیر ښکلې صنعتې پارک تر سترګو شو او دا مې هم واوریدل چې د سلما د بریښنا په بند چې د دغه ولایت د اوبې په والسوالۍ کې موقیت لري او د شیهد سردار محمد داود خان د پرمختیاې پروژو څخه یوه پروژه وه هم کار پیل شوي او ډیر ژر به د همدې بند له برکته د هرات ولایت وګړې د وطنې بریښنا د نعمت څخه هم برخمن شې.
ولې دا هیلې او خوشالې مې هغه وخت په ناهیلۍ او ناخوښۍ بدلې شوي کله مې چې یو ملګری راته وویل چې د هرات ولایت د صنعتې پارک زیات شمیرتولیدات مخ په سقوط دي، دا ځکه چې د یوي خوا د پانګه اچونکو ژوند خوندې ندې او د بلي خوا دولت د دې صنعتې پارک د محصولاتو لپاره د بازار موندنې او پرمختیا کوم ځانګړې پروګرام نه لری، او نه په دې لړ کې د پانګه اچونکو سره مرسته کوي. د یادولو وړ ده چې پدې پارک کې ډیر هغه خوراکې توکې تولیدیږې چې پخوا به افغانې سوداګرو د ایران څخه هرات او د افغانستان نورو سیمو ته را واریدول. نو له همدې کبله داسې اټکل کیږی چې د ایران لویو سوداګرو او د فابریکو خاوندانو به د هرات د صنعتې پارک په ټپه دریدو کې پوره رول لوبولې وي تر څو دوي د خپلو تولیداتو د خرڅلاو لپاره په افغانستان کې بازار ګرم ساتلې وي او پدې توګه یې خپلې اقتصادې ګټې زمونږ په هیواد کې د پخوا په څیر خوندې ساتلې وي.
دا په داسې حال کې ده چې په نورو هیوادنو کې حکومتونه دا ډول پانګه اچونو، صنعت او سوداګریزو چارو ته پدې موخه وده او پرمختیا ورکوي چې وګړې یې په کار وګمارل شئ، د هیواد په د ننه کې د تولیداتو کچه لوړه شئ تر څو د یوي خوا وګړو ته په ټیټه بیه توکې عرضه کړې او د بلې خوا د ملي سوداګرو او حکومت په اقتصاد کې ثبات او پرمختګ رامنځ ته شئ. همدا رانګه دا حکومتونه ځان مکلف ګڼې چې د سوداګرو او پانګه اچونکو د سر او مال امنیت ټینګ کړی، د اړتیا په صورت کې ورته پور (قرضه) ورکړی، په صنعتې پارکونو کې ورته په ټیټه بیه ځمکې، بریښنا او اوبه ورکړي او د چارو د ښه پرمختګ لپاره او د تولیداتو د کچې د لوړتیا لپاره د ناسمو قوانینو د وضع کولو څخه ډډه کوي او د مالې (ټکس) اخستلو کچه یې مناسبه او رڼه وي. دغه راز کوم مواد او توکې چې د هیواد په دننه کې کې تولیدیږې د بهر څخه د هماغو توکو په راواریدولو محدودیتونه لږوي تر څو د خپلو محصولاتو لپاره د هیواد په دننه کې د غوښتنې او ځواب (تقاضا او ارضې) روحیه او موازنه ژوندۍ وساتې او د سوداګرو راکړه ورکړه وده ومومې.
پورتنیو او ورته ستونزو ته په پام سره او د دې لپاره چې افغانستان صنعتې شئ، ځوانان په کار وګمارل شئ، د ژوندانه د اړتیا وړ توکو په نرخونو کې ټیټوالې رامنځ ته شئ، ملي سوداګر مو په خپلو پښو ودریږې او د هیواد اقتصاد مو پرمختګ وکړي، ښه به دا وي چې د افغانستان حکومت دا لاندې ګټورو اقتصادې فکتورنو او وړاندیزو نو ته ژوره پاملرنه وکړي:
۱. د پانګه اچوونکو او سوداګرو امنیت دې وساتل شئ.
۲. دوي ته دې په صنعتې پارکونو کې په کافې اندازه او په اسانه توګه ځمکې ورکړی، د بریښنا او اوبو اسانتیاوي دې ورته برابری کړې.
۳. د ضرورت په وخت کې دې ورته پورونه (قرضې) ورکړې.
۴. د راکړې ورکړې د اسانتیا لپاره دې د بیروکراسۍ (میرزاقلمۍ) څخه ډډه وکړی او ګټور قوانین دې وضع کړي.
۵. هر هغه توکې چې د هیواد په دننه کې جوړیږې، د بهر څخه د دغو توکو په را واریدولو باید محدودیت او بندیز ولږوي.
۶. د تولیداتو کیفیت اوکمیت دې تل وڅارل شئ تر څو د تولیداتو څرانګوالې او ښه والې وساتل شئ.
۷. سوداګرو ته دې ښې لارښوونې وشئ او د مارکیټ په پرمختګ کې دې ورسره مرسته وشئ.
په پاې کې دغې لیکنې ته د پښتو په دې متل سره چې (د پردې زوي نه خپله لور ښه ده) د اوس لپاره د پای ټکې ږدم.
د یوه سوکاله، ارامه او پرمختللې افغانستان په لور.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه