په افغانستان کي مېشت امريکايي پوځيان د طالبانو پر ضد د نويو عملياتو د پيلېدو خبر ورکوي.
رپوټونه وايي دغه عمليات د پنجشنبې په سهار په جنوب لوېديځ نا آرامه ولايت هلمند کي د امريکا د سمندري ځواکونو له خوا پيل سوي دي.
پنټاګان وايي دا د باراک اوباما د رياست له مهاله په افغانستان کي تر ټولو پراخ عمليات دي چي امريکايي پوځيان يې د طالبانو پر ضد پيلوي.
خبرپاڼه وايي د دې عملياتو په خاطر ٨٥٠٠ امريکايي پوځيان په هلمند کي ځاى پر ځاى سوي دي او نن سهار يې د هلمند د سيند پر غاړه په هغو سيمو کي عمليات پيل کړل، چي طالبانو له افغان حکومت څخه لاندي کړي وې.
د خبرپاڼي له مخي د هلمند په دې عملياتو کي ٦٥٠ افغان پوځيانو او ٤٠٠٠ امريکايي پوځيانو برخه اخيستې ده.