کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو پخپلو نننیو ګڼو کې بیا هم د افغانستان د روانو حالاتو په اړه د لودیځ د ځینو ډیپلوماټانو ویناوې، راروان انتخابات او ځینې نور مسایل راخستي دي.

په کابل کې زمونږ همکار حمید مهمند دا ورځپاڼې لوستي او لاندنې مطلب يې ترې چمتو کړې دې.

 ویسا:
دې خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر کې د یو برطانوي ډیپلوماټ په حواله لیکلي دي، چې امریکا او متحدین يې په افغانستان کې د ماتې خوړولو په حال کې دي. 

ورخپاڼې د موضوع په دوام د پډي اشډوان دا وینا هم راخستې، چې هر هیواد په یوه جلا لار ګام پورته کوي او دا په افغانستان کې ستر ګواښ دې.

په ورځپاڼه کې د افغان ځواکونو د روزنې بهیر ته هم کتنه شوې او د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یو رپورټ په حواله په غټو ټکو سره لیکل شویدي، چې بهرنیان د افغانستان پر پوځ او پولیسو چټک کار نه کوي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانستان د طبعي زیرمو د ویستلو مسئله څیړلې خو پوښتلي دي، چې ولې له دغو زیرمو لازمه استفاده نده شوې.

هیواد:
دې دولتي ورځپاڼې هم پخپل لومړي مخ کې د پډي اشډوان د وروستیو څرګندونو ځینې برخې راخستي او لیکلي دي، چې د امریکا، ناټو او افغان ځواکونو ترمنځ همغږي نشته.

په ورځپاڼه کې له ولسمشر کرزي سره د امریکا د کانګرس د پلاوي د لیدنې خبر هم خپور شوې او ددغه پلاوي په حواله لیکل شویدي، چې له افغانستان نه به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په راروانو انتخاباتو او پدې ترڅ کې د رسنیو په رول تبصره کړې او لیکلي دي، چې رسنۍ باید خپل ملي مسؤلیت په سمه توګه ترسره کړي. 

افغانستان ټایمز:
دې انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د وسلوالو په خلاف روانه مبارزه څیړلې او لیکلي دي، که چیرې امریکایانو ددوی مشران په نښه کړاې وې نو اوس به دوی امنیت ته یو ګواښ نه وی پاتې شوې.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د افغانستان روان حالات هم څیړلي او لیکلي دي، چې هیواد مخ پر وړاندې روان دې.

ورخپاڼې پخپل ننني کارټون کې د افغانستان روان حالات انځو کړي، چې پکې که له یوې خوا د انتخاباتو په درشل کې خلک له نا منیو د غفان په حالت کې ښودل شوي نو له بل لورې دولت ددغه حالت په وړاندې ویده ښودل شوې دې.

ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې د بشر د حقوقو د څارنې د سازمان په حواله په غټو ټکو سره لیکلي دي، چې ولسمشر حامد کرزي د بشر د حقوقو سرغړونکي د خپلو مرستیالانو په توګه ټاکلي دي.

ورځپاڼې د موضوع په دوام کې بیا د ولسمشر کرزي دا وینا راخستې، چې په افغانستان کې ملا د طالب په نوم،مجاهد د جنګ سالار او له بهر نه راغلي کسان د پشک شوې په نوم ځپل کیږي.

ورځپاڼې په افغانستان کې روان پوځي حالت ته هم کتنه کړې او د امریکا ددفاع د وزیر په حواله يې لیکلي دي، چې امریکا او متحدین يې په افغانستان کې له یو داسې جنګ سره لاس او ګریوان دي، چې نه يې انجام روښانه دې او نه يې هم دوام.

اصلاح او انیس:
دې دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.

انیس پخپله سرمقاله کې د انتخاباتو په وخت کې په ممکنه ستونزو تبصره کړې او له هغې سره يې د مقابلې لپاره ځینې سپارښتنې هم کړیدي.

خو اصلاح بیا لیکلي دي، چې د انتخاباتو په ترسره کولو کې خلک مهم رول لري، چې باید ترسره یې کړي.

راه نجات:
نا دولتي ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې د انتخاباتو د خپلواک کمسیون په حواله لیکلي دي، چې د بودیجې د نشتوالي په صورت کې له هیواده بهر پراته افغان کډوال نشي کولې راې ورکړي.

ورځپاڼې د موضوع په دوام ددغه کمسیون د ویاند په حواله لیکلي دي، دوی هڅه وکړه، چې په پاکستان او ایران کې د میشتو افغان کډوالو لپاره د راې ورکولو زمینه برابره کړي خو هیڅ یوې ادارې د هغې لګښت په غاړه وانخست.

ورځپاڼې د خپل دویم مخ په یو مطلب کې په افغانستان کې د خصوصي کولو بهیر ته کتنه کړې او پدې ترڅ کې د کانونو د وزیر دا وینا راخستې، چې خصوصي کول د هیواد د اقتصاد غوره محرک دې.