د دوو اخترونو په منځ کې واده کول روا دی ؟
نوم : ممتاز عمرزی :
آيا د دوو اخترونو په منځ کې نکاح يا واده کيږي او که نه ، که کيږي دليل يې څه دی او که نه کيږي دليل يې څه دی ؟
بسم الله الرحمن الرحيم
دا خبره چه د دؤ اخترونو تر منځ بايد واده ونشی بالکل غلطه ده .(د ابوالمختار حنفی فقه – فتاوی يوسفيه ج ۱ ص ۳۶۱ ) .
دا ځکه چې دا د جاهليت د وخت يوه زړه کاپی راپاتی شوي ده او له بده مرغه په ځنو خلکو کې لاهم شته .
د نکاح کولو په اړه په اسلام کې بې حده ذيات ترغيب راغلی دی حضرت محمدص اشاد مبارک دی چه : نکاح زما له سنتو څخه ده څوک چې زما له سنتو مخ وګرځوی هغه له ما څخه نه دی .
ولی داسې ندي راغلی چه په فلانی وخت کې نکاح کول فضيلت لری او په فلانی وخت کې ښه نه ده بلکی يو نيک کار دی هر وخت چې برابر شي کول يې پکار دي .
کابل افغانستان