د هلمند ولايت د يوې غونډې په اړه مې راپور واورېد چې ځينو مشرانو له بېلابېلو ولسواليو څخه په کې ګډون کړى و، دوى په غونډه کې له ولسمشر حامد کرزي څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. د غونډې ګډون کوونکو خبرې کولې، په شرمېدمه زه.
په هلمند ولايت کې والي صاحب ګلاب منګل او نور چارواکي له دولتي امکاناتو، دولتي تالارونو، دولتي تاسيساتو او نورو اسانتياوو استفاده کوي او داسې يوه چا ته کمپاين کوي، چې د همدې مشر په واکمنۍ کې د هلمند نازک بدن لولپه شو.
هلمند په ملي او نړيواله کچه بدنام او سپک سپاند شو.
د هلمند ولس د اوښکو پر ځاى تر سترګو وينې تويې کړې او انګرېز اشغالګرو دلته يو داسې غوبل جوړ کړى ، چې سارى يې په تاريخ کې هم نه و ليدل شوى.
ګلاب منګل چې خلکو فکر کاوه يو فرهنګي شخصيت دى او د هلمند پر زخم به پټۍ ولګوي، خو د هلمند لپاره يو داسې دسيسه باز والي ثابت شو، چې د انګرېز غلامۍ ته يې سر ټيټ کړى او د هغوى په اشاره کار کوي.د يوه قاچاقبر په نيولو هم ونه توانېد، هغه قاچاقبر چې خبريال، روشنفکره او د وطن سترګور وژني.
په هلمند کې بريتانوي ځواکونو داسې ډرامې پيل کړې دي، چې ښايي ولسمشر به هم ورڅخه خبر وي، چې دوى په مارجې، نادعلي او ګريشک کې ځينو وسلوالو طالبانو ته څنګه وسلې، مهمات، تجهيزات او موټرسايکلونه ورکوي او ځينې مرموزې چاودنې څنګه په دې ولايت کې کېږي چې يوازې افغان عسکر او بېګناه ملکي خلک په کې وژل کېږي. البته له ما سره دا ثبتونه شته، صرف وخت ته انتظار کوم چې زه دغه اسناد راوباسم او د هلمند او افغانستان د چارواکو دسيسې تاسو ته رسوا کړمه. ان شا الله
نن ښاغلى کرزى چې د هلمند د بربادۍ اصلي مهره ګڼل کېږي، په هلمند کې د ځان په ګټه کمپاين کوي. په کومو سترګو او کوم ضمير!!!!
ښاغلي کرزي دوه کاله مخکې، هلمند ته په خپل سفر کې له هلمنديانو سره ژمنه وکړه چې يو وزير به له هلمنده ټاکي او ځينې چارواکي به بدلوي او سوله به راولي. خو ښاغلي کرزي چې کله د انګرېزانو په طياره کې له لښکرګاه څخه پرواز وکړ، نه يې هغه وعده پوره کړه او نه يې د هلمند پر نازک بدن لګېدلى اور مړ کړ.
اووه کاله مخکې د هلمند يوه سړي کولاى شواى، له باغران څخه تر ديشو ولسوالۍ پورې له کومې بېرې پرته ولاړ شي، خو نن په مرکز لښکرګاه کې د طالبانو له ډاره ګرځېدلاى نه شي. دا مو امن دى او دا مو د اوسنيو چارواکو لاسته راوړنه. په لښکرګاه کې دننه د طالبانو سنګرونه جوړ دي، لکه په باباجي، بشران، چانجير او نورو سيمو کې. زما د ولايت والي له يوې ولسوالۍ څخه طالبان پسې اخيستلاى نه شي، خو له خلکو رايې غواړي.
طالبانو چې په هلمند کې يې پر خوار ولس غوبل جوړ کړى، له زرګونو ځوانانو څخه يې سرونه پرې کړل، د مذهب او دين تر شعارونو لاندې يې داسې استفادې وکړې، چې سارى يې نه و ليدل شوى.
په تېرو کلونو چې د هلمند ولس د بهرنيو ځواکونو په بمباريو کې لولپه کېدل او د بېګناه کوچنيانو د بدن نازکې غوښې د ونو په څانګو کې بندېدې، د ښاغلي کرزي له خولې يوازې د غندنې الفاظ راوتلي، د خلکو پر درد يې ونه ژړل او د هلمند خوار ولس يې د انګرېز د سياستونو قرباني کړ.
نن زما د هلمند مشران چې د دولت او خارجيانو په ډالرو رانيول شوي دي، د قومي مشرانو، مخورو او ولسي استازو په نامه په دغه ډول غونډو کې د ولس پر ناموس معاملې کوي او بيا نارې وهلي چې موږ غواړو بيا کرزى راشي.
زه (د دې مقالې ليکوال) پر خپل وجدان او ضمير قسم کوم چې له هېڅ کوم يوه کانديد سره نه يم تړلى، خو ما ته حامد کرزى د وطن پر ناموس يو تور داغ ښکاري او غوره دا ده چې کرزى صاحب په امريکا کې د خپلو هوټلونو کارونه سمبال کړي، وطن دې نور نه شرموي.
موږ له کرزي څخه وژغورئ، پاکه خدايه داسې يو مشر راکړه چې د غيرت يوه ذره په کې وي.