د امريکا ولسمشر باراک اوباما له عراقي ښارونو څخه د امريکايي پوځيانو د وتلو په باب وويل: امريکا ترهګرو او ياغيانو ته ماتي ورکړي او له عراقي ښارونو څخه د امريکايي پوځيانو وتل د عراق د خپلواکۍ او يووالي په لاره کي مهم ګام دئ.
ولسمشر اوباما ويلي اوس د عراق په مشرانو پوري اړه لري چي څنګه په خپل هيواد کي د امنيت ټينګښت دپاره کار کوي.
هغه وويل ترهګر به اوس هم هڅه وکړي چي په عراق کي امنيتي ځواکونه مات کړي او د عراقي عوامو ټينګي حوصلې کمزوري کړي.
پرون د جون ٣٠ – مه د عراق حکومت د ملي خپلواکۍ ورځ اعلان کړه او په ټول هيواد کي يې په ملي کچه د عراق له ښارونو څخه د امريکايي پوځيانو د وتلو په مناسبت خوشحالي او جشنونه جوړ کړل.
د عراق او امريکا د حکومتونو د تړون پر اساس به سږکال د امريکا ټول پوځونه له غټو ښارونو څخه ووزي او د امنيت چاري به عراقي امنيتي ځواکونو ته وسپاري او د را روان کال ترپايه به ټول امريکايي پوځيان له عراق څخه ووزي.
بلي خواته پرون د همدې خوشحاليو په ترڅ کي په پلازمېنه بغداد کي عراقي جنګياليو څلور امريکايي پوځيان وژلي او د کرکوک په ښار کي د موتر بم چاودني ٣٧ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.