کور / شعر / شرنګ د ځنځير شور د بنګړو

شرنګ د ځنځير شور د بنګړو

شرنګ د ځنځير شور د بيګړو پسې ځم
حسن پرست يم لېونوپسې ځم


سترګې به څارمه څه غلې سترګې
چا ويل تورو پسې شنوپسې ځم


زاهده راشه همسايه شه زما
له ما نه زده كړه چې زه څو پسې ځم


زما لټو اوستا لټو سوادى
ته په تياره زه په ډېوو پسې ځم


خير كه ړا نده دي بي نظره  نه دي
يمه  پښتون په پښتنو پسې ځم


قسم په رب چې زه په درد مئين يم
خوښي دې ستاوي زه غمو پسې ځم


دا خومحال چې به هېرشي له تا
بس نو زړكيه په هغو پسې ځم