کور / تازه خبرونه / صوبه پختونخوا: وزير اعلی نن په لنډه دوره کوز دير ته لاړو

صوبه پختونخوا: وزير اعلی نن په لنډه دوره کوز دير ته لاړو


د جون ٣٠مه کال ٢٠٠٩ء

وزيراعلی سيکرټرېټ

صوبه پختونخوا ـ پېښور


وزيراعلی پښتونخوا ښاغلے اميرحېدرخان هوتي نن په لنډه دوره کوز دير ته لاړو اؤ هلته په افيسر مېس کښې ئې د دير قامي جرګې ته وېنا اوکړله ـ دوۍ وئيل چې مونږ سره چې د ستونزې د حل کولو بله لاره چاره پاتې نه شوه نو هله مو د شرخوښو په ضد کاروائي پئيل کړله ـ دوۍ اعلان اوکړ چې په کوز اؤ بر دير کښې به د پوليسو نفري په دوه چنده زياته کړل کيږي ـ


په دې دوره کښې ددوۍ سره صوبائي وزيران ميا افتخار حسېن ، حاجي هدايت الله خان اؤ نور لوړ پوړي افسران هم ملګري وو ـ

په دا موقعه سول او فوځي افسرانو وزيراعلی ته په علاقه کښې د امنيت او بې کوره شوو خلقو په باره کښې بريفنګ هم ورکړو ـ

ښاغلي اميرحېدرخان هوتي وئيل چې هرڅو چې په مالاکنډ کښې د اپرېشن کولو پرېکړه په زړه پورې نه وه ولې شرخوښو په سيمه کښې د ظلم بازار ګرم کړے وۀ اؤ زمونږ سره د مسئلې د حل بله لاره نه وه پاتې ـ ده وئيل چې فساديان په تېخته دي اؤ ډېر زر به ددوۍ مشران هم خپل انجام ته اورسي ـ دوۍ په اولس غږ اوکړو چې شرخوښو له دې په خپلو صفونو کښې ځائې نه ورکوي اؤ د حکومت د چارواکو سره دې خپلې مرستې نورې پياوړې کړي ـ


دوۍ ددې خبرې يادونه اوکړه چې په مالاکنډ کښې به شرعي نظام عدل په هرحال کښې نافذولے شي ځکه چې دا د مالاکنډ د اولس خوښه ده ـ دلته به قاضيان ټاکل کيږي ـ اؤ د امنيت سره به د ترقياتي کارونو لړۍ پرمخ بوتلل کيږي ـ


ښاغلي وزيراعلی وئيل چې په مالاکنډ کښې د شرخوښو ملا ماته شوې ده اؤ دوۍ د تېختې په حال کښې دي ـ ولې اوس دوۍ په وړو وړو بانډو کښې پناه اخيستل غواړي ـ

اميرحېدرخان هوتي د وسله والو د لاسه شهيد کړل شوي پخواني ضلعي ناظـم حاجي محمد اؤ د مېدان امام مولوي حبيب الرحمان د کورونو د پاره د مرستې په توګه د لسو لسو لکهو روپو د امداد اعلان اوکړو ـ ددې سره سره ددې کورنو يو يو وګړي ته د سرکاري نوکرۍ ورکولو منظوري ئې هم ورکړله ـ دوۍ ژمنه اوکړه چې د کوز دير د هغه خلقو سره به هم لاس مرسته کيږي څوک چې بې کوره شوي دي ـ دوۍ ته به سم د لاسه امداد اولېږل شي ـ

دوۍ وئيل چې په دير ضلع کښې به د تحصيلونو اؤ پوليس اسټېشنو په شمېر کښې هم اضافه کيږي ـ دوۍ زياته کړه چې په متاثره ضلعو کښې د بې کوره شوو کورنو د واپسۍ نه وړاندې به د امنيت ، بنيادي ضرورتونو په حقله هنګامي اقدامات ترسره کيږي ـ


بل خوا نن سحر ښاغلي وزير اعلی په پختونخوا هاوس پېښور کښې د سوات ضلعې په وکيلانو کښې امدادي چيکونه تقسيم کړل ـ ٢٤٨ وکيلانو ته خواوشا ٧٤ لکهه روپۍ امداد ورکړل شو ـ په دې موقعه وزيراعلی په خپل تقرير کښې وئيل چې که ضرورت پېښ شو نو مونږ به د مالاکنډ د بې کوره شوو خلقو د پالنې ، استوګنې ، بيا ابادۍ اؤ ترقۍ له پاره خپل کلنے ترقياتي پروګرام اوځنډو او دغه پېسه به په دوۍ خرڅ کړو ـ

په دې موقعه د عوامي ملي ګوند صوبائي مشر ښاغلے افراسياب خټک ، صوبائي وزيران ميا افتخار حسېن ، ارشد عبدالله نه علاوه د زپلې شوې سيمې صوبائي وزيران اؤ د صوبائۍ اسمبلۍ غړي هم ناست وو ـ



بل اړخ ته د مالاکنډ بار ايسوسي اېشن اؤ درګۍ بار اېسوسي اېشن د جرګو سره په يو شريک ملاقات کښې ، کوم چې نن په پښتونخوا هاوس پېښور کښې اوشو ، ښاغلي اميرحېدرخان هوتي وئيل چې د وفاقي حکومت اؤ د ډونرز په مرسته به چې د متاثره ضلعو د بيا ابادۍ اؤ ترقۍ لپاره کوم پلان جوړيږي په هغې کښې به د بې کوره شوو ضلعو د اولس مېلمستوب کوونکې ضلعې هم شامليږي ـ