د چارشنبې په ورځ د چين لوېديځه سيمه سيچوان يوې سختي زلزلې ولړزوله.
د چين د چارواکو په وينا د زلزلې شدت د ريختر په حساب ٦، ٥ پنځه اعشاريه شپږ درجې ثبت سوئ خو د ځاني زيان په باب يې تر اوسه کوم خبر نه دئ ترلاسه سوئ.
د چين مطبوعات وايي د زلزلې مرکز د چين له مانزو ښار څخه ٤٠ کيلومتره لري يوه غرنۍ سيمه ده چي پروسږکال په همدې سيمه کي يوې زلزلې ٩٠٠٠٠ کسان مړه او نيژدې پنځه ميليونه کسان بې کوره کړل.