کور / تازه خبرونه / ځانمرګي بريد يو پوليس مړ څلور کسه ټپيان کړل

ځانمرګي بريد يو پوليس مړ څلور کسه ټپيان کړل

د ننګرهار چارواکي وايي په دغه ولايت کي ځانمرګي بريد کوونکي يو تن مړ او څلور نور ټپيان کړل.


پېښه د چارشنبې په ورځ د ډيورنډ کرښي ته نيژدې د تورخم پر پوله رامنځته سوې ده.


د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزى وايي ځانمرګي بريدکوونکي ښځينه جامې اغوستي وې چي پر پوله يې افغان پوليسو ته نيژدې ځان وچاودئ.


د اسوشيېټيډ پريس آژانس وايي د دې بريل له امله يو پوليس وژل سوئ او څلور ملکي کسان ټپيان سوي دي.