کور / تازه خبرونه / جي ايټ پر اېران بنديزونه لګوي

جي ايټ پر اېران بنديزونه لګوي

د جي ايټ هيوادونه راتلونکې اونۍ د اېران د حالاتو په باب يوه غونډه جوړوي او ښايي نور بنديزونه پر دغه هيواد ولګېږي.

د اېټاليا صدراعظم سلويو برلسکوني وايي د نړۍ اته غټ صناعتي هيوادونه به راتلونکې اونۍ د اېران په باب غونډه جوړه کړي او ډېر احتمال يې سته چي پر دغه هيواد نور اقتصادي بنديزونه ولګېږي.

جي ايټ په داسي حال کي د اېران پر روان وضعيت غونډۀ جوړوي چي د دغه هيواد نګهبان شورا د جون ١٢ انتخاباتو کي د احمدي نژاد د برياليتوب تائېد وکړ.

د اېران او لوېديځو هيوادونو اړيکي د دغه هيواد د اټومي پروګرام پر سر خړ پړ دي.