د يمن د ملکي هوايي چلند يوه الوتکه د هند په بحر کي لوېدلې ده.
د لومړنيو خبرونو له مخي په الوتکه کي ١٥٠ کسان سپاره وو چي ښايي ټول وژل سوي وي.
د يمن هيواد دغه الوتکه د هند په بحر کي د کامروس هيواد ته نيژدې رالوېدلې ده.
د کامروس مرستيال ولسمشر ويلي د الوتکي د سپرليو د موندلو هڅي رواني دي، خو تر اوسه يې کوم ژوندى کس نه دئ موندلئ.
د کامروس هيواد د هند په بحر کي د افريقايي هيواد موزمبيق او مډغاسر هيواد سره نيژدې جزيره ده چي عرب ي جذرالقمر هم بولي.
د دې هيواد رسمي ژبه عربي او انګليسي ده او اوسېدونکي يې مسلمانان دي.