دننگرها ر د خوګيانیو په ولسوالی کی د دريو ښوونځیو د ودانیو دبنسټ ډبرى كيښودل شوى
دننگرهار ولایت: نن دچنګاښ دمياشتي په ۹ نيټه، دننګرهار ولايت د خوګيانیو په ولسوالي كى دهلكانو دوزيرو جهادى ليسه، غلام حيدر خان لومړنى او دوزيرو دانجونو لومړنى ښوونځيو د ودانېو دبنسټ ډبرى دنوموړی ولايت دپوهني رياست د رئيس محمد اقبال عزيزي لخوا كيښودل شوى.
د وزيرو جهادى ليسى تعمير په پاخه او اساسی ډول په دوو پوړنوکی د ولايتي بيا رغاونى تيم لخوا د (۱۷۰) زرو امريکايي دالرو په مجموعی لګښت د ۸ مياشتو په موده كى جوړيږى چی ۲۴ خونی، او نور ضروري ملحقات ولری.
دغلام حيدر خان لومړنى ښوونځى تعمير ديونيسف نړيوالى ادارٰه په مالي مرسته د۹۰ زرو امريكايي دالرو په مجموعى لګښت د۶ مياشتو په موده كي جوړيزى چى ۸ درسى ټولګى، ۴ ادارى خونى لرى همدارنګه دوزيرو جهادى دانجونو لومړنى ښوونځى ودانۍ دولايتى بيا رغاونى تيم په مالى مرسته ۹۲ زره امريكا يى دالرو په مجموعى لګښت د۶ مياشتو په موده كى جوړيږى چى ۸ درسى ټولګى، ۲ ادارى خونى اونور ضرورى ملحقات لرى.
د يادونی وړده چی د ياد شويو ښوونځيو دتعميرونو په جوړه ولو سره د ۷۰۰۰ تنو زده كوونكو ستونزى دسرپناه دنشتوالي له امله ليرى شى.
كار اعمار احاطه ليسه چپرهار ولایت ننگرهار آغاز گردید
ننگرهار: امروز 9 سرطان سال روان، کار اعمار احاطه لیسه چپرهار ولایت ننگرهار درحضور داشت مسئوولین معارف و نماینده گان تیم بازسازی ولایتی در حالی که متنفذین قومی استادان و شاگردان حضور داشتتند رسماً آغاز گردید.
احاطه متذکره به ارزش مجموعی 20 هزار دالر امریکایی به کمک مالی تیم بازسازی ولایتی توسط شرکت ساختمانی متحد صافی درمدت 3 ماه اعمار می گردد.
دکابل ولايت دښوونكو لپاره يو وركشاپ په لاره واچول شو
کابل: نن دچنگاښ دمياشتى په ۹ نيټه، دكابل ولايت دښوونځيو دښوونكو لپاره دنوو درسى كتابونو دمعرفى تر عنوان لاندى ۳ ورځنۍ سیمينار دنوموړى ولايت دپوهنى رياست په تالاركى جوړشو.
نوموړى سیمينار د يونیسف نړيوالى اداره په مالي مرسته او دكابل ولايت دپوهنى رياست په همكاري په لاره اچول شوى چى ددى ولايت ۱۴ ولسواليو ۲۴ تنه ښوونكو پكى ګدون كړى چى له مخى به يى نوى نصاب په اړه پوهنيزه زده كړى تر لاسه كړى .
ديادونى وړده چى دى ته ورته وركشاپونو پرانستل به دښوونكو دپوهى دلوړه ولو په كچه كى دنوى روزنى داصولو له اړخه مثبتي اغيزى وشيندى.
اهدای زمین به معارف ولایت غور
غور: محترم عبد الله یکتن از اهالی معارف دوست ولایت غور موازی 2 جریب زمین ملکیت شخصی خویش را جهت اعمار مکتب در اختیار ریاست معارف آن ولایت قرار داده است.
این هموطن ما زمین متذکره را جهت اعمار مکتب متوسطه سیاه چوب در اختیار ریاست معارف آن ولایت قرار داده است تا اطفال قریه متذکره غرض فراگیری دروس از تعمیر اصلی و مجهز مستفید گردند.
وزارت معارف کشور ضمن سپاس گزاری از اقدام نیک این هموطن ما، از سایر هموطنان عزیز در سراسر کشور می خواهد تا با مساعدت شان معارف خود را یاری رسانند.
د نمبر اول ښځينه ليسې الحاقيه ودانۍ پرانيستل شوه
تخار
د چنګاښ ۹مه
د تخار ولايت په مركز تالقان كې د نمبر اول ښځينه ليسې الحاقيه ودانۍ نن د چنګاښ په ۹مه د ګټې اخيستو وړ شوه.
دغه ودانۍ چې په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې ده ۶ درسي او يوه اداري خونې لري او د تير كال په ميزان مياشت كې يې د رغونې چارې پيل شوې وې.
پر دغه ودانۍ باندې په كندز كې د المان هيواد د ميشتې ولايتي بيارغونې د ډلې لخوا ۷۲۰۰۰ امريكايي ډالره لګول شوي دي او په يوه وخت كې به د ۳۰۰ تنو زده كوونكو د ځايولو ګنجايش ولري.
د تخار ولايت د پوهنې رئيس په هغه غونډه كې چې په همدې موخه جوړه شوې وه او ګڼ شمير كسانو پكې ګډون درلود د المان هيواد له مرستو او لاس نيوي مننه وكړه او په دې برخه كې ورسره د لاهمكاريو د دوام غوښتونكى شو.
د نسوان نمبر اول ليسه چې پكې تر ۶۰۰۰ زرو زيات زده كونكي علم زده كوي لاهم د دغې ليسې لپاره كافي سرپناه نشته او شاوخوا ۲۰۰۰زده كونكي يې تر ونو او خيمو لاندې زده كړه كوي.
د تخارستان ديني مدرسې د ودانۍ ډبره كيښودل شوه
كندز
د چنګاښ ۹مه
په كندز كي نن د غبرګولي په ۹مه د تخارستان په نامه هغې ديني مدرسې د ودانۍ د بنسټ ډبره كيښو دل شوه چې په پاخه او اساسي ډول به د پوهنې وزارت په انكشافي بوديجه ورغول شي.
په دغه ودانۍ ۱۸۶۰۰۰ زره امريكايي ډالره لګښت راځي چې په ۹۶۰ متره مربع ځمكه كې به ټولټال ۱۰ درسي خونو او ۵ تشنابونه ولري.
د يادې شوې ديني مدرسې د رغيدو چارې د مروه ساختماني شركت لخوا پرمخ وړل كيږي او پتيل شوې چې په راتلونكو شپږو مياشتو كې به يې د رغونې كار تمام شي.
ملي اردو پر زده كونكو ښوونيز او سپورتي توكي وويشل
بلخ:
د غبرګولي۹مه
په بلخ ولايت كې د شاهين قول اردو نن د چنګاښ په ۹مه د هدايت الله نقشبندي د ښځينه ښوونځي پر ۴۰۰ زده كونكو باندې ډول ډول ښوونيز او سپورتي توكي وويشل.
په دغو توكو كې د ۴۰۰ جوړې د كتابونو پر بكسونو، كتابچو او هندسي بكسونو سربيره ۲۰۰ دانې د واليبال او فوټبال توپونه هم شامل وو.
هيره دې نه وې چې تردې وړاندې هم څو څو واره د ملي اردو لخوا پر زده كونكو ورته توكي ويشل شوي دي.