کور / تازه خبرونه / د روغتيا وزارت : په هلمند او کابل کښي يو لړ تازه روغتيايي خدمات

د روغتيا وزارت : په هلمند او کابل کښي يو لړ تازه روغتيايي خدمات

د عامی روغتیا وزارت د هلمند ولایت د اوسیدونکو او په کابل کی د احمد شاه بابا مینی د اوسیدونکو د لا ښه لاس رسۍ په موخه و روغتیائی خدمتونو ته د بی پولی طبیبانو له موسسی سره موافقه لیک لاسلیک کړ .

نن د عامی روغتیا د وزیر داکتر سید محمد امین فاطمی او په کابل کی د بی پولی طبیبانو د موسسی د استازی ښاغلی میخل هافمن تر منخ دوه موافقه لیک لاسلیک شو.

نوموړی موافقه لیک د افغانستان د اسلامی جمهوریت د عامی روغتیا وزارت له خوا د بی سرحده ډاکترانو له موسسی (Médecins Sans Frontières) سره په هلمند ولایت کی د نوموړی ولایت د اوسیدونکو او همدارنګه د پلازمینی کابل په ختیخ کی د احمد شاه بابا مینی د اوسیدونکو، روغتیایی خدمتونو ته د لاسرسی د ښه کولو او هغوی ته د روغتون د مناسبو او وړیا مراقبتونو د رسولو په منظور، لاسلیک شو. د دی موافقه لیک پر بنسټ به یاده شوی موسسه د هلمند ولایت د بست په روغتون کی او د احمد شاه بابا مینی په روغتون کی د روغتیائی خدمتونو وړاندی کول به د روغتون د خدمتونو د ضروری مجموعی (Essential Package of Hospital Services) سره په انډول کی پر مخ بوځی.

“مونږ ویاړو چی نن د افغانستان د اسلامی جمهوریت د عامی روغتیا وزارت د بی سرحده ډاکترانو د موسسی په مرسته یو ځل بیا د هیواد د روغتیا په دګر کی د روغتون د خدمتونو د ضروری مجموعی (EPHS) د پلی کولو په برخه کی یو ګام پر وړاندی ځی.” دغه څرګندونی د عامی روغتیا وزیر ښاغلی ډاکتر سید محمد امین فاطمی یوی خبری ناستی ته وکړی. هغه زیاته کړه “د دی موافقه لیک په لاسلیک کولو سره زمونږ ځانګری موخی دا دی چی د هلمند ولایت د بست او د کابل د احمد شاه بابا مینی د روغتونونو د کارکونکو کاری وړتیا لوړه کړو، مریضانو ته د اړینو خدمتونو، د بیماریو تشخیص، د درملو او طبی مواد رسول په وړیا توګه چمتو کړو.”

د هلمند په ولایت کی د روغتون د خدمتونو د ضروری مجموعی (EPHS) د پلی کولو لپاره مالی لګښت د نړیوال بانک له لوری ورکول کیږی، ولی د نوموړی ولایت ولایتی روغتون د بسنده مالی لګښت په نه درلودلو سره له پوښښ څخه پاتی وو.

د دی موافقه لیک پر اساس به د بی سرحده ډاکترانو موسسه په لمړۍ مرحله کی د هلمند ولایت د بست روغتون د 150 بسترو په ظرفیت او د احمد شاه بابا مینی روغتون به د 30 – 50 بسترو په ظرفیت تمویل کړی او د Bed Occupancy Rate په نظر کی نیولو سره به هغو کی د امکان تر بریده زیاتوالی راولی.

د هلمند ولایت د بست د روغتون لمړنی مالی لګښت به 2 ملیونه ډالره وی، په داسی حال کی چی د احمد شاه بابا مینی د روغتون مالی لګښت د اوس مهال لپاره 1 ملیون امریکائی دالره ټاکل شوی دی، چی د بسترونو په زیاتوالی سره به دغه مالی لګښتونه لا نور هم لوړ ولاړ شی کوم چی د MSF موسسی لخوا ورکول کیږی. د دی موافقه لیک میعاد دوه کاله دی چی د دواړو اړخونو په توافق سره نور هم غځیدای شی او د لاسلیک له نیټی څخه مرعی الاجراء ده.