کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / زما کندهاره ! ولي داسي په غم ولړل سوې

زما کندهاره ! ولي داسي په غم ولړل سوې

له کله چي د آمریکا او نوروهیوادونوڅخه د بحرنیو ځواکونو مردار قدمونه دافغانستان په سپېڅلې خاوره کښېښودل سوي ، دافغانستان اوسېدونکي ئې له هرڅه څخه بې برخه کړل ، او هغه څه چي لري هم ورځ په ورځ یو او په بل ډول ورڅخه اخیستل کېږي .

دتېري ورځي پېښي داڅرګنده کړه ، چي افغانستان دولت څومره دغلامۍ والي (غوږوالي) پرغوږو کړي ،دامي اورېدلي وه ، چي غلامۍ کوه ، خو دهغه ترڅنګ بیا عیش او نوش هم کوه ، دتاریخ پاڼي کي یوځل وګورو، دابه څرګنده سي، چي په غلامۍ کي چا تاوان نه دئ کړی ، بلکي هرڅه ئې چمتو او ښه توګه ژوند کوي، خو تریوې قوماندې او فرمان لاندي ….

پاکستان د غلامۍ په مټ جوړ سو،اوسېدونکي ئې ښه ژوند لري، دژوندانه ټولي اسانتیاوي ورته برابري سوي ، او خپله غلامۍ څخه ئې دومره ګټه ترلاسه کړې ، چي چائې ساری په نړۍ کي نه دی لیدلی .

خو دافغانستان دولت داسي درانه غوږ والي په غوږو کړي ، چي سرله سجدې څخه نه سي پورته کولای، چي یوځل وګوري، چي داڅوک او هغه څوک دئ چي فرمانونه کوي ، او دی ئې تعقیبوي .

دامریکايي ځواکونو څېره دکندهار وټول ولس ته دهم هغه لومړۍ ورځي څخه څرګنده سوه ، چي د خوست پرقومي مشرانو بمبار وکړ، دارزګان پر واده دغم پوړنۍ هوار کړ، د شاه ولي کوټ دخوښۍ پرمجلس دخنداپه ځای سروینې واورولې .

داهرڅه کندهار ولس ته څرګندول، خو بیا هم خپل دکر ز اوسېدونکي باندي ئې باور درلود، چي له کږو لارو څخه به یوه نه بله ورځ راګرځي ، او خپل دویاړلي کندهار احمدشاه او میرویس لاره به تعقیبوي .

خو داټولي هیلي ئې بیان پوچ پاته سوې ..

کندهار چي اوس د کرزي دورور او دبحرنیو ځواکونو دلوبي یو لوی میدان لوبه جوړ سوی ، ترډېره وران ، کنډواله ، او خلک ئې چاودلي شونډان ګرځي ، خنداګاني ئې تري تللي او هیڅ په خپل راتلونکي نه پوهېږي .

زما کندهاره! ولي داسي وران سوې، مخکي هم چا درته سپلني نه وه دود کړي ، ولي هغه وخت دومره میړنی وې ، چي اوس دي په لاسونو کي طاقت او قوت نسته ، پخوا به شاعرانو خپل په شعرونو کي ستایلې ، ستا دسینګار او ښایست خبري ئې کولې، لیکن نن دبمباراو غمونو خبري کوي .

کندهار خلک اوس ویشل سوي دي ، ټولي واکي اوس یوې خواته ورکړل سوي ، او نوري خواوي ئې د القاعدې سره په مرسته تورنیږي او هره ورځ ئې په کورنو بمبارکیږي ، آیا کندهاره په ټول تاریخ کي داسي حالت درباندي راغلی وو…

زه پوهېږم چي لاسونه دي تړل سوي ، خو په مخ اشارې راته کوه ، راته وایې چي څوک مي خپل او څوک راته پردی دئ .

زه اوس هم مېړنی یم ، خو په دې نه پوهېږم چي کومه خوا مي خپله او کومه راته پردۍ ده ، داسي نه وي چي زما مېړانه دي لا خراب کړي ، پوه مي کړه ، پوه مي کړه !

جهاني دي ژړولی ، درېش دي غمولی ، دهوتک په سترګو کي دي اوبه راوړي ، او … اخیر به کله له دې غمونو راوزې ..

کندهاره درواري سم ، درواري سم کندهاره !

کندهاره هري خوائې ژوبل کړی ، څوک دي ښوونځي سوځوي ، څوک دي معلم وژني ، څوک دي د کورونو پېغلي تالاشي کوي ، څوک دي په توره شپه دخوږو خوبونو سرداران وژني ، اخیرکله به راته جوړېږې ، کندهاره ، کندهاره ، کندهاره !