د ۲۰۰۹ میلادي کال د جون د میاشتې ۳۰ نیټه
په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو پخپلو نننیو ګڼو کې تر ډیره د کندهار د پیښې په اړه مطالب خپاره کړي او پدې اړه پورته شویو غبرګونونو ته کتنه کړې.
په کابل کې زمونږ همکار حمید مهمند دا ورځپاڼې لوستي او لاندنې مطلب يې ترې چمتو کړې دې.
ویسا:
دې خپلواکې ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د کندهار د تیرې ورځې پیښې ته په اشارې، چې پکې ددغه ولایت ځینې جګ پوړي امنیتي چارواکي ووژل شول لیکلي دي، چې ددې حملې عاملین باید محاکمه شي.
ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې بیا لیکلي دي، چې د امریکا د ځانګړو ځواکونو لخوا د کندهار د پرونۍ پیښې په تړاو یو څلویښت کسان نیولي دي.
په ورځپاڼه کې د نشه يې توکو په خلاف روانې مبارزې ته هم کتنه شوې او د ډیلې ټیلې ګراف ورځپاڼې په نقل لیکلي دي، چې امریکا او برطانیه په افغانستان کې د نشه يې توکو په خلاف په مبارزه کې اختلافات لري.
هیواد:
دې دولتي ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله کې د کندهار پرونۍ خونړۍ بیښه راخستي او هغو اندیښنو ته يې کتنه کړې، چې له دې بابته راټوکیدلي دي.
ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي، چې کندهار پیښه پر نظام جوړونې یو ستر ګوزار دې او ددې بیښې عاملین باید ونیولې شي او هرو مرو د قانون منګلو ته وسپارلې شي.
ورځپاڼې د افغان کابینې د پرونۍ غونډې دا سپارښتنه هم راخستې، چې ویلي ټولو کاندیدانو ته باید ورته امنیتي شرایط برابر شي.
ورځپاڼې په افغانستان کې د نشه يې توکو په خلاف د روانې مبارزې په اړه په یو مطلب کې دا سپارښتنه کړې، چې د بزګرانو غوښتنو ته باید غوږ ونیولې شي.
ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د کندهار د وروستۍ پیښې یو اساسي علت د هیواد د امنیتي ځواکونو ترمنځ د همغږۍ نه موجودیت ښودلې دې.
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي، چې د کندهار پیښې دا وښودله، چې حکومت باید خصوصي امنیتي کمپنۍ له منځه یوسي که نه نو حالات به تردې هم خراب شي.
په ورځپاڼه کې په افغانستان کې د طالبانو فعالیتونو ته په اشاره دا پوښتنه هم شوې ده، چې دوې د کوم هیواد مهره دي برطانیه ، د پاکستان یا د دواړو؟
راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې بیا په کندهار کې شوې حملې ته په اشارې لیکلي دي، چې دوست قوتونه ښه دوستي کوي.
ورځپاڼې د تبصرې په دوام له افغان چارواکو غوښتې دي، چې له افغاني غرور سره را مخې ته شي او د خپلو وژل شویو هیوادوالو پوښتنه دې وکړي.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په کابل کې د ملګرو ملتونو د چارواکو په حواله لیکلي دي، چې بهرني ځواکونه دې ځانونه د افغان حکومت له پروګرامونو سره عیار کړي.
اصلاح او انیس:
دې دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.
انیس د کندهار د پیښې په اړه لیکلي دي، چې ولسمشر کرزي ددفاع او کورنیو چارو وزیرانو او د ملي امنیت عمومي رئیس ته حکم کړې، چې ددې پیښز په اړه دې کره تحقیقات وکړي.
خو اصلاح بیا پخپله سرمقاله کې لیکلي دي، چې د کندهار پیښه په قانون باندې د حملې مانا لري.
ورځپاڼې دا هم لیکلي دي، که چیرې د کورنیو چارو وزارت او د قانون د تنفیذ نورې ادارې دا پیښه په جدي توګه تعقیب نکړي نو دا به د امنیتي ځواکونو په روحیې ناوړه اغیزه وکړي.
افغانستان ټایمز:
دې انګلیسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې بیا پخپله سرمقاله کې دا غوښتنه کړې، چې د کندهار د پیښې عاملین باید مجازات شي.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په افغانستان کې راروان انتخابات څیړلي او لیکلي دي، چې دا انتخاباتو د کلونو لوږې وروسته خلکو ته هیلې له ځانه سره لري.
او ورځپاڼې پخپل ننني کارټون کې د کاندیداتورۍ شرایط انځور کړې او پکې دا ښودل شوې، چې انتخابات د واجد شرایطو درلودونکي کاندیدانو په لټه کې دې.