کور / تازه خبرونه / امريکايانو په وتلو شروع وکړه، عراقيانو جشن نيولئ

امريکايانو په وتلو شروع وکړه، عراقيانو جشن نيولئ

 

د عراق حکومت د جون ٣٠ – مه نېټه عامه رخصتي اعلان کړې او ولس د خوشحالۍ جشن نيولئ دئ.

د جون پر دېرشمه په عراق کي مېشتو امريکايي پوځيانو له لويو ښارونو څخه وتل پيل کړي او د عراق امنيتي ځواکونو د پلازمېني بغداد او نورو ښارونو کنټرول ترلاسه کړئ دئ.

عراقيانو په مختلفو ښارونو کي په دې مناسبت د خوشحالۍ جشنونه نيولي، د موسيقۍ پروګرامونه يې جوړ کړي او پر سړکونو نڅا ته راوتلي دي.
د عراق صدارعظم د جون ٣٠ – مه د دغه هيواد د خپلواکۍ ورځ نومولې او د عامه رخصتۍ اعلان يې کړئ دئ.

امريکايي پوځيانو د امريکا د ولسمشر باراک اوباما له ژمني سره سم لومړى د لويو ښارونو څخه دباندي پوځي بارکونو ته وتل پيل کړي دي او په دوهم پړاو کي به د ٢٠١٠ کال تر پايه ټول امريکايي پوځيان له عراق څخه ووزي.