کور / تازه خبرونه / کاناډا د کندهار پرونۍ پېښه وغندله

کاناډا د کندهار پرونۍ پېښه وغندله


په افغانستان کي مېشتو کاناډايي ځواکونو د کندهار پرونۍ پېښه غندلې او په دې اړه يې د خواشينۍ اظهار کړئ دئ.


په هغه خبر پاڼه کي چي د کندهار له هوايي ډګر څخه د لر او بر ويبپاڼي ته رسېدلې کاناډايي پوځيانو د کندهار د امنيه قومندان مطيع الله قاطع او جنايي مدير عبدالخالق همدرد ستاينه کړې او وايي دوى پر دې خپه دي چي افغان امنيتي ځواک دوه پياوړي افسران له لاسه ورکړل.


د کندهار امنيه قومندان او جنايي مدير له اتو نورو پوليسو سره پرون د کندهار په مرافعه څارنوالي کي په يوه نښته کي ووژل سو چي دولت يې د يوې شخصي امنيتي کمپنۍ د افغان ساتونکو کار بولي، خو ځينو رسنيو داسي رپوټونه خپاره کړي چي امنيه قومندان او جنايي مدير امريکايي پوځيانو وژلي دي.


د کندهار والي پرون په دې تور د ٤١ افغان ساتونکو د نيولو خبر ورکړ.


د پېښي لامل تر اوسه په ډاګه نه دئ، خو رسنيو ته راوتلي خبرونه وايي چي د امريکايي پوځيانو او پوليسو ترمنځ دغه شخړه د يوه افغان بندي پر سر رامنځته سوې ده.