پرون د دوشنبې په ماښام اته بجې مهال درې تنه هالنډي سرتيري هغه وخت ټپيان سول کله چي يې سر لوڅی جيف موټر د ترين کوټ ولسوالۍ د ده راشان په مربوطاتو کښي پر يو ښخ سوي ماين ور برابر سو .
د هالنډ د دفاع وزارت هم د خپلو درو تنو سرتيرو د سرسري ټپي کېدلو پخلی کړئ دئ او زياتوي چي دوه نور سرتيري چي هغوی هم په جيف کښي ناست وه تر تداوي وروسته له روغتون څخه بيرته د قرارګاه په لوري رخصت سوي دي .
دا په روانه اونۍ کښي پر هالنډي سرتيرو د سړک غاړي ماين دوهمه حادثه ده، د شنبې په ورځ هم د دهراوود ولسوالۍ په مربوطاتو کښي د سړک د غاړي په يو ماين کښي ۵ تنه هالنډي سرتيري ټپيان سول او تر هغه يوه اوونۍ مخکښي هم ۳ نورو هالنډي سرتيرو ته ژوبله اوښتې وه .