کور / راپور / وزير اعلی د سنګين ولي خان لومړی تلين ولمانځئ

وزير اعلی د سنګين ولي خان لومړی تلين ولمانځئ


د وزيراعلی پښتونخوا د سېکرټرېټ نه

نېټه : ٢٦ د جون کال ٢٠٠٩ء


وزيراعلی په ولي باغ چارسده کښې د سنګين ولي خان کور او قبر له ورغلو اؤ دعا ئې اوکړه ـ



پېښور : د خدائي خدمتګار تحريک باني خان عبدالغفار خان نمسے ، د عوامي نېشنل پارټۍ د رهبرتحريک خان عبدالولي خان مرحوم زوئے اؤ د اې اين پي د مرکزي صدر ښاغلي اسفنديارولي خان کشر ورور سنګين ولي خان د مرګ اولنۍ کليزه په ډېر احترام او سادګۍ سره په ولي باغ چارسده کښې اونمانخلے شوه ـ



په دې غونډه کښې د عوامي نېشنل پارټۍ صوبائي صدر ښاغلے افراسياب خان خټک ، پخوانے وفاقي وزير ښاغلے محمد اعظم خان هوتي سره سره د ګوند نورو مشرانو اؤ کارکنانو شرکت درلود ـ

په دې موقعه د قران پاک د تلاوت سره سره د خدائې بخلي په حق کښېې دعا کېده ـ


د پښتونخوا صوبې وزيراعلی ښاغلے اميرحېدرخان سره د سنيئر وزير ښاغلي بشيراحمد بلور ، د صوبائي اسمبلۍ د غړي فضل شکور ، د فرنټيئر کانسټبلرۍ د کمانډنټ ظفرالله خان هم هلته ورغلو اؤ په دې غونډه کښې ئې برخه واخيستله ـ


په اجتماعي دعا کښې د ضلعې د انتظامئې افسرانو سره سره زاړه خدائې خدمتګاران هم ناست وو ـ


دلته د ناستې نه لږه شېبه وړاندې وزيراعلی د ولي باغ مقبرې ته ورغلو اؤ د خان عبدالولي خان اؤ سنګين ولي خان په قبرونو ئې د ګلونو څادرې اوغړولې اؤ ددوۍ په حق کښې ئې دعا اوکړه ـ