د هرات ولایت دكشك رباط سنګي په ولسوالى کی د يوښوونځى دبنسټ ډبره كيښودل شوه
د هرات ولايت: نن دروان كال دچنگاښ دمياشتى په ۸ مه نيټه، دهرات ولايت د كشك رباط ولسوالى دخلووق منځنى ښوونځى دنوى ودانۍ دبنسټ ډبره د نوموړى ولايت د پوهنى رئيس غلام حضرت تنها لخوا په داسى كى چی د دولتى ادارو يوشمير مسؤولينو، ښوونكو اوزده كوونكو ګدون درلود كيښودل شوه.
د نوموړى ښوونځى تعمير په پاخه او اساسى ډول په يو پوړ كى د ۵ جريبه ځمكه كى چى دسيمى پوهنپالو خلكو لخوا په وړيا دول دپوهنى رياست ته وركړل شوى د ولايتى بيارغاونى تيم لخوا (۱۲۲۴۹۳) ايرو په مجموعي لګښت د ۴ مياشتو په موده كى جوړيزى، چى۱۰ درسى ټولكى ، ۶ ادارى خونى، يوحلقه څاه، احاطى ديوار، دواليبال او فوتبال سپوړتى ميدانونه، ۸ كيلو واته جنراتور، ۹ غرفى تشنابه، اونورضرورى ملحقات لرى چى په يوه وخت كى به د۵۰۰ تنو زده كوونكو ګنجايش لرى
ديادونى وړه ده چى په نوموړى ښوونځى كى اوس مهال ۷۰۰ تنه انجونى او هلكان زده كوونكى په زده كړه بوخت دى.
پاتى دى نه وى چى دكشك رباط سنګى په ولسوالي كى ۵۴ ښوونځى فعاله دى چى مجموعا ۳۲ تنه انجونى اوهلكان زده كوونكى په زده كړه بوخت دى .
د ميدان وردګ ولايت د ښوونكو لپاره دكانكور ازموينى د لارښوونى وركشاپ پايته ورسيد
د ميدان وردګ ولايت : نن دچنګاښ دمياشتى په ۸ مه نيټه ، دميدان وردګ ولايت د ښوونځيو دښوونكو لپاره دكانكورآزموينى د آماده ګى د لارښوونى تر عنوان لاندى د سيمينار وروستى پړاو پايته ورسيد.
نوموړٰى وركشاپ دفامليو په لومړنى ښوونځى دتدريسات ثانوى دكانكور دګميتى په همكارى دايشيا فونديشنن موسسى په نوښت او د آمريكا د ايالاتو د انكشافى ادارى په مالى مرسته جوړ شوى و چى په ۳ پړاوونو كى ددى ولايت د ښوونځيو ۱۸۱ تنه ښوونكو دكانكور دآزموينى د آماده كى په اړه معلومات تر لاسه كړى چى وروسته نوموړى ښوونكي په اړونده ښوونځيو كى زده كوونكو ته دكانكور دآزموينى په هكله هر اړخيز معلومات وركړى .
ديادونى وړده چى دى ته ورته وركشاپونو پرانيستل به دكانكور دآزموينى په برخه كى د ښوونكو اوزده كوونكو دپوهى دسطحى دلوړه ولو په برخه مثبتى اغيزى وشيندى.
كار اعمار احاطه 7 باب مکتب در ولایت لغمان آغاز گردید
ولايت لغمان: امروز 8 سرطان سال روان، کار اعمار احاطه های 7 باب مکاتب مرکزی وولسوالیها ولایت لغمان درحضور داشت مسئوولین معارف ونماینده گان تیم بازسازی ولایتی درحالی که متنفذین قومی استادان وشاگردان حضور داشتتند رسمآ آغازگردید.
دیوار های احاطوی به ارزش مجموعی 315 هزار دالر امریکایی به کمک مالی تیم بازسازی ولایتی توسط شرکت های مختلف ساختمانی درمدت 2 ماه اعمار می گردد.
دهلمند ولايت په دريو ښوونځيو كى سپورتي ميدانونه افتتاح شوه
د هلمند ولایت: د هلمند ولايت د پوهنې رياست او د امريكا د پرمختيايي ادارې مسؤولينو نن د چنګاښ په ۸ مه د دغه ولايت د مركز لښكرګاه د نسوانو، ملالۍ او ګرشك ولسوالۍ د بي بي فاطمي زهرا ښځينه په ليسو د واليبال، فوټبال او باسكټبال ميدانونه افتتاح كړل.
د دغه ميدانونو د افتتاح په هغه غونډو كۍ چې په همدې موخه جوړه شوې وه پكې د هلمند ولايت دولايت دمقام اجرايئه ريئس سربيره ګڼ شمير دولتي چارواكو، د پوهنې رياست رهبري هيئت او د امريكا د پرمختيايي اداري مسؤولينو هم ګډون كړى وو.
د غه لوبغالي چې په هر يوه به ۶۷۰۰۰ امريكايي ډالره لګښت راغلى د امريكا د پرمختيايي ادارې USAID لخوا وركول شوى چى درغولو چارې۴ مياشتى مخكى پيل شوى وه.
دسرپل ولایت دصیاد ولسوالی دښوونځيو پر زده كوونكو خوراكى توكى وويشل شوى
د سرپل ولايت: د سرپل ولايت د صياد ولسوالۍ د ښوونځيو پر زده كونكو باندې نن د چنګاښ په ۸مه خوراكي توكي وويشل شول.
په دغو خوراكي توكو كې غنم، غوړي او بيسكيټ شامل دى چې هر نارينه زده كونكي ته ۳۵ كيلو ګرامه غنم، او هرې ښځينه زده كونكې ده پر يادو شويو غنمو سربيره دوه قطي غوړي هم وركړل شول.
د دغه ولايت د پوهنې مسؤولين وايي چې د دغه ولايت په نورو ولسواليو كې به هم پر زده كونكو باندې ورته خوراكي توكي وويشي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه