د سولې مجلې ادارې تابيا کړې ده چې د روانې مياشتې په اتسلمه نېټه د شنبې په ورځ په سيف الله کلا کې د سولې د يوې سترې غونډې کوربتوب وکړي .
ټاکل شوې ده چې د غونډې لومړۍ برخه به څېړنيزو ويناوو او پيغامونو ، دويمه برخه يې مشاعرې او درېيمه يې موسيقې ته ځانګړې شي .
له تاسو او ستاسو له ټولو ليکوالو ، شاعرانو ، او مينه والو ملګرو څخه په ټېنګه غوښتنه کوو چې له مونږ سره په دغې غونډه کې برخه واخلۍ . او په ټولو پښتني سيمو سربېره په ټولو هېواد کې د سولې د ټينګښت د پاره چيغې اوچتې کړئ .
غونډه به د سيف الله کلا د ضلعي اسمبلۍ په تالار کې د ماسپښين په دريو بجو پيل کېږي .
بايد وويل شي چې هغه دوستان چې يا خو د زيات واټن او يا هم د ورپېښې ستونزې له امله نه شي کولاى په غونډه برخه واخلي . کولاى مونږ ته د غونډې په اړه خپل ليکلى او يا هم غږيز پيغام په لاندې ادرس راوليږي .