د کندهار والي توريالى ويسا وروسته له هغه په ولايتي شورا کې محاصره شوى چې په ښار کې د پوليسو او خارجيانو ترمنځ نښته شوې او د ښار په ځينو سيمو کې د ډزو ږغونه اورېدل شوي دي.
ققنوس آژانس وايي د کندهار والي توريالى ويسا او د ولايتي ادارې نورو کارکوونکو په ولايتي شورا کې غونډه درلوده چې پر ځينو دولتي ودانيو يې د وسله والو بريدونو خبر ترلاسه کړ.
که څه هم د کندهار ښاريان د نننۍ کړکېچنې وضعي علت د مرافعه څارنوالۍ مخې ته امنيه قومندان او امريکايي پوځيانو ترمنځ نښته په ګوته کوي، خو ققنوس آژانس وايي د کندهار په ښار کې پر دولتي ودانيو د وسله والو موټرسايکل ناستو له خوا بريدونه شوي دي.
د کندهار ښار اوسېدونکې له يوه بې باوره حالت سره مخ دي او د ښار په مرکز هرات دروازه کې اوس هم ډزي اورېدل کېږي.
بلې خوا ته د کندهار د ولايتي شورا رئيس احمدولي کرزي هغه خبرونه رد کړي چې ګنې امنيه قومندان مطيع الله قاطع او د جنايي جرمونو د مخنيوي مدير عبدالخالق د خارجيانو له خوا وژل شوي دي.
احمدولي کرزى وايي د پوليسو دغه لوړ پوړي مشران د امريکايي سپېشل فورس له خوا د روزل شويو افغان ځواکونو په ډزو وژل شوي دي.
په کابل کې د امريکايي پوځيانو وياند هم دغه نښته تائېد کړې ده، خو د پېښې په باب يې نور جزيات نه دي ورکړي.
په کندهار کې د نننۍ اله ګولې اصلي لامل معلوم نه دئ، خو ويل کېږي جنجال د يوه جنايي مجرم پر سر راپورته شوى دئ، چې امريکايي ځواکونو يې له مرافعه څارنوالۍ څخه په زور د ايستلو هڅه کوله، څارنوالي له امنيه قومندانۍ څخه مرسته غوښتې چې وروسته امنيه قومندان خپله سيمي ته ورغلى وو او شخړه رامنځټه شوې وه.
نور جزيات وروسته پر ليکه کېږي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه