د افغانستان و اوسني حالاتوته په کتني سره او د انتخاباتو د ورځ په ورځ رانيژدي کيدل او همدا رنگه د دولت د بياجوړوني کارونه په ډيره چټکي سره په مرکز او ولاياتو کښي پر مخ تلل او امنيت هم د پخوا په پرتله ډير ښه کيدل دا يو نوي فکر را پيدا سو . او د ځان سره مي سوچ او فکر په کاوه چه کشکي په هرو څو مياشتو کښي يا يو کال بل کال انتخابات کيدلاي نو به په وطن کښي به د امنيت او بياجوړوني او داسي نور ورته کارونه ډير وختي لا پر مخ تللي واي او کيداي سواي چه وس مو ډير پرمختگ کړي واي چه نا څاپه په برق راغلي او او تلويزون مي چالانه کړي . سمدستي تلويزون ته په کتو سره چرت وړي وم که ګورم په اريانا تلويزوني چينل باندي يو اعلان خپور سو چه سبا شپه د هغه يو شمير کانديدانو سره مرکي لرو چه ځانونه يي و ولسمشري ته کانديد کړي دي نو ساعت ته په کتو سره مي د ځان سره وويل چه تر صبا پوري لا ډير وخت پاته دي او چه ريشتياء سي ډير مي درته تلوار وه خو بلاخره صبا برق ډير وځنډيدي خو ساعت ته به مي ډير کتله د خپروني وخت نه و تير سوي لا به د ګوتو په شمير څو دقيقي ورته پاته وي چه خوشبختانه د برق د راتلو ږغ مي تر غوږ سو نو ژير مي تلويزون چالانه کړي او اريانا چينل مي انتخاب کړي د پروګرام په شروع پيل وکړ او هغه کانديدانو سره چه ځانونه يي کانديد کړي وه د نوم د اخستلو څخه به يي په جدي توگه ډډه وکړم خبري اتري ، پوښتني ، سوالونه او جوابونه شروع سوي او دوي ته ګڼ شمير خلګ ناست وه په سټوډيو کښي د تلويزون پر مخ ښکاره کيدل غوږ يي نيولي او خپلي پوښتني يي ځني مطرح کولي .
نو په دا مينځ کښي مي ډير څه و سوچ او فکر ته داغلل خو حوصله مي کول ما د ځان سره ويل کيداي سي چه د تليفون نمبر د تلويزون پر مخ ورکړي نو به تليفونه وروکړم خو چه بدبختانه د تليفون کولو امکان يي نه درلودي په پروګرام چه يواځي او يواځي په دا دوي دري پوښتني ځني وکوم . چه اي د راتلونکي ولسمشره د در ابي وزلو افغانانو سره به څه وکړي او د لاندي سوالونه جوابونه راکړه.
• د چا په کومک راغلي يي ، د کوم مقصد لپاره راغلي يي او د چا لپاره کار کوي ؟
• دا ستا د انتخاباتو لګښت چا پر غاره اخيستي او په راتلونکي کي دا ووطن نور څومره پر پرديو خر څوي ، څومره يي نور ورانوي او د څومره نورو نوي بدبختيو نيت لري؟
• ولي چي ستا خو په خپله دومره اقتصاد دا تقاضا نه کوي چه ته دي دا د انتخاباتو لګښت په اساني سره پر مخ بوزي .
زه دا نه وايم چي تر داوسه دا وطن نه دي ورانه سوي ، نه دي خرڅ سوي خو مطلب مي يواځي او يواځي داغه دي چه راسي نوري يي نه ورانو ، نور يي نه خرڅو يواځي او يواځي به يي په جوړو به يي پيل وکړو دا چه هرڅوک راځي زما د هغه سره هيڅ مطلب نه دي ، مطلب مي يواځي دا دي چه نور يي وژغوري د په خپله يي جوړ کړي د چا لپاره کار مه کوي او د دا بيوزلو افغانانو ژوند دي ، د دي تعليم دي ، اقتصاد دي ، امنيت دي او راتلونکي دي چي بايد روښانه وي او دا په ټينگه سره اميد لرم چي يو وخت به افغانستان د امن او سولي مرکز وي .
مننه هيله ده چي د توجو وړ مو ګرځيدلي وي که په ليکنه کښي کومه غلطي وي معذرت غواړم .