Foreign Policy امریکایي مجله :
دفورین پالیسي Foreign Policy (بهرنی سیاست) په نوم امریکایي مجلې دروان کال دمي دمیاشتې په 22 نیټه د طالبانو د فرهنګي فعالیتونودبریالیتوب په هکله تر دې عنوان لاندې Losing the media war to the Taliban یوه اوږده مقاله لیکلې.
دغه مقاله چې دامریکایي مشهور لیکول رابرت هادیک (Robert Hadik ) په قلم لیکل شوې دطالبانوفرهنګي اوخپرنیزوفعالیتونوته پکې په ډیرتفصیل سره اشاره شوې:
دمقالې لیکوال چې خپله هم امریکایی ده په امریکایانوباندې دطالبانو دفرهنګي برلاسي په هکله داسې وایي:
امریکایانوته په کاردی چې له طالبانوسره دتبلیغاتي اونشراتي جګړې په ډګرکې نور مؤثر اواغیزمن تکتیکونه وکاروي ځکه په دغوموجوده تکتیکونو کې طالبان په بشپړه توګه په امریکایانوغښتلي دي.
طالبان خپل خبرونه اوخپل ټول پوځي فعالیتونه په ډیرې چټکتیاسره تر نړیوالوخبري رسنیوپوري رسوي اوخبري رسني هم دپیښوپه اړه دهغوئ نوي اوتازه خبرونه په ډیرې لیوالتیاسره اخلي.
دمثال په توګه دروان کال د مي دمیاشتې په څلورمه چې کله دامریکایي پوځیانولخوا دفراه ولایت دبالابلوک په ولسوالۍکې له سلونه زیات ملکي وګړي ووژل شول طالبانو سمدستي په امریکايي بمباري کې د ملکي وګړودوژل کیدواودپیښې ټول جریان ښه په تفصیل سره خپورکړ.
خوبالمقابل امریکایي چارواکو دنومړې پیښې اوپه هغه کې دوژل شویووګړودشمیرپه اړه ۱۶ ورځې وروسته یعني دمي په شلمه نیټه یونیمګړی رپوټ خپورکړ.
Robert Hadik لیکي : ښایي دامریکایي تحقیقاتي مقاماتولپاره دجګړې په ډګرکې دیوي پیښې اودهغې دنتایجوترمنځ دغه ۱۶ ورځنۍ موده کم وخت وبلل شي خو په تبلیغاتي اونشراتي ډګرکې بیا دامریکایانولپاره دایوداسې ځنډنی حرکت دی چې په دې ډګرکې دطالبانوتبلیغاتي وړاندي والی ډیرپه ښکاره تري جوتیږي.
رابرت هادیک لیکي:
په تبلیغاتي دګرکې دطالبانوبریالیتوب اودهغوئ په مقابل کې دامریکایانووروسته والی هغه څه دي چې دامریکې دبهرنیواړیکو(Council on Foreign Relations)دمرکزلخوا په نوی خپاره کړل شوی رپوټ کې هم ورباندې زیات بحث شوی .
په نوموړي رپوټ کې په واضحه توګه راغلي چې طالبان ځکه په خپله تبلیغاتي فعالیتونوکې مخکې دي چې هغوئ هیڅکله هم دیوې پیښې دسپیناوي لپاره ۱۶ ورځې وخت انتظار نه کوي ؛ بلکې دهرې حادثې له پیښیدو وروسته سمدستي دهغې دخپراوي په هکله اقدام کوي.
په تبلیغات ډګرکې دطالبانو فرهنګي بریالیتوب نن د غربي میډیاپام هم ځانته راګرځولی اوپه هرځای کې ورباندې تبصرې کیږي .
میچل دوران Michel Duran دامریکې ددفاع وزارت پخوانی مرستیال دطالبانو ددغه بریالیتوب په هکله وایي:
هغوئ (طالبان) دخپلو فعالیتونودښه توجیه کولواوپروخت خپرولوکې ډیرچټک دي ،هغوئ چې کله هم زمونږ دځواکونوخلاف کوم پوځي برید ترسره کړي نو ۲۶ دقیقې وروسته سمدستي بیا دهغه خبر دنړیوالوټلویزوني چینلونوله خوا نشر اودبي بي سي په شمول دټولوټلویزوني شبکو په لاندنۍ سره پټه کې په مکرره توګه ګرځي راګرځي.
هغه وایي:
طالبان نه يواځې داچې دخبرپه رسولواونشرولوکې چټک دي بلکې دهغه ترڅنګ په خپلوفرهنګي فعالیتونوکې هم ډیر منظم دي ؛ مثلا هغوئ دخپلوټولوپوځي فعالیتونو خبرونه په هماغه شیبه کې له پښتواوفارسي څخه عربي انګلیسي اواردوژبوته ژباړي اوبیایي دخپلو نشراتي وسائلو ویب پاڼو،اخبارونو اوشریعت غږراډیوله لارې خپروي.
د مقالې لیکوال په پای کې لیکي:
امریکایانوته په کارده چې دخپلوپوځیانودصلاحیتونوپه ورزیاتولو سره هغوئ ته دطالبانودتبلیغاتي فعالیتونودمخنیوي په لاره کې زیات واک ورکول شي.
هغوئ باید دخپلوتبلیغاتي چینلونوپه مضبوطولوسره دطالبانودتبلیغاتومخه ونیسي اودانټرنیټ په مخ دهغوئ ټول ویب سایټونه وتړي ..
http://www.foreignpolicy.com/story/cms.php?story_id=4945
دطالبانوفرهنګي فعالیتونه څه دي؟
طالبان نن دامریکایانوخلاف دپوځي جګړې ترڅنګ توده تبلیغاتي جګړ هم پرمخ بیایي.
هغوئ دخپلوفعالیتونودتشهیرپه غرض دانټرنټ په مخ په پښتوا وفارسي سربیره په انګلیسي ،عربي ،اواردوژبو باندې هم متعدد ویب سایټونه لري.
طالبان په انټرنیټي ویب پاڼوعلاوه په Print Media کې هم ښه پرمخ دي ؛ هغوئ همدا اوس کم ترکمه ۵ میاشتنۍ اونیم میاشتنۍ مجلې لري ،همدا رازهغوئ له بهرنۍ نړۍ سره په تیره له عربي نړۍ سره دتماس ساتلوپه غرض یوه میاشتنۍ عربي مجله دالصمود په نوم په ډیرمنظم شکل خپروي ،اوهغه له افغانستان اوپاکستان نه بهر په عربي نړۍ کې هم توزیع اوښه ډیرلوستونکي لري .
دروان ۲۰۰۹ کال له پیل نه هغوئ خپله پخوانۍدشریعت غږراډیوهم بیرته فعاله کړ ې اوپه روزمره توګه خپلې سهارنۍ اوماښامنۍ خپرونې اوددوئ په خپلوغږونوکې ترانې بي له کومې ستونزې پرمخ بیایي.
هغوئ خپل ټول پوځي بریدونه په ډیرو پرمختللیوتصویري وسائلوسره تصویروي اوبیایې دکمپیوټري سي ډي ګانوپه زریعه په خلګوباندې ګوري .
هغوئ دضرب کابل ،نداءالجهاد الهجرت ……………. په نوم بیلابیلې تصویري اسټوډیوګانې لري اودهغو په وسیله خپل ټول فعالیتونوخلګوته ورښيئ
دطالبانوپه دغو نشراتي اوتصویري فعالیتونوکې ددوئ دپخوانۍ تګلارې برعکس دسالرونکوپه تصویر هیڅ ډول بندیزنشته .
سره له دې چې دطالبانوتحریک دمتحده ایالاتو اونړیوالې ټولنې له خوادتروریستي تنظیمونوپه لست کې شامل ؛ اودهغوئ په هر ازسیاسي اوتبلیغاتي فعالیتونوټینګ بندیزدی، خوبیاهم طالبان خپل دغه ټول فرهنګي فعالیتونه په داسې توګه پرمخ بیایي چې نن یې امریکایي مطبوعات دهغوئ له ټولوسیاسي ،پوځي اواقتصادي امکاناتوسره سره ترشعاع لاندې راوستي.
دطالبانو دفرهنګي فعالیتونودبریالیتوب لامل څه دی؟
سره له دې چې په قانوني توګه دطالبانو هرډول سیاسي فعالیت سخت ممنوع دی اوله همدې امله څوځله دهغوئ مطبوعاتي کارکوونکې لکه استادمحمد یاسر ،مفتي لطیف الله حکیمي اوډاکټرمحمد حنیف و نیول شول خوبیاهم ورځ تربلې دهغوئ صحافتي اونشراتي فعالیتونه ګړندي کیږي ،مینه وال یې زیاتیږي اوپه نتیجه کې په افغانستان کې دبهرنیوځواکونوخلاف ولسي احساسات ترې متأثر کیږي .
دطالبانودغه فرهنګي پیشرفت بیلابیل لاملونه لري:
الف: مذهبي اوعقیدوي روحیه:
طالبان ددغوفرهنګي فعالیتونوله لارې خپل ټول کړه وړه له هیواد ،دین اوناموس څخه ددفاع په نوم توجیه کوي چې دهغوئ دغه داعیه دافغان ایډیاپال ولس له مزاج سره ښه برابره داعیه ده ،همدا لامل دی چې ټول ولس په ډیرې آسانۍسره دهغې تراغیزې لاندې راځي اوپه خپل هیوادکې دبهرنیوپه وړاندې دکرکې اونفرت احساس خپلوي.
ب: ملي اووطني احساس:
له بهرنۍ میډیاسره ټول کارکوونکي ژورنالیستان هم افغانان اوددغه عقیدتمن ولس بچیان دي غربي میډیاته لومړی رسیدونکی خبرهم ددغوافغانو ژورنالستانوپه وسیله رسول کیږي ،هغوئ له طالبانوسره دفکري وابستګي په لحاظ نه بلکې دوطن پالنې اوافغاني احساس له مخې په هغوخبرونوکې چې یادطالبانوله خواورکول کیږي
اویایې دوئ خپله دطالبانوله پوځې فعالیتونوڅخه تیاروي حتما داسې تأثرکارولی وي چې هغه خواه ناخواه دطالبانوپه ګټه اوبهرنیانوخلاف وي ؛ چې کله ناکله دژورنالیستانو داشانې کړنې دهغوئ دمرګ په بیه هم ورته تمامیږي ؛ د دې ښکاره مثالونه په هلمندکې دځوانیمرګ شهیدعبدالصمدروحاني اوپه کندهارکې دشهیدجاویداحمد یازمي شهادت دی اوهمدارازهیودپه ګوټ ګوټ کې په لسګونوځله دنوروافغاني ژورنالیستانو نیونه اوبندي کیدل دي.
ج: مطبوعاتي دلچسپي
سره له دې چې زورواکان اویا په اصطلاح حاکمه طبقه ډیرداکوښښ کوي چې مطبوعات اومطبوعاتیان ددوئ دمصالحوخوندیتوب ته تربل هرڅه ترجیح ورکړي اوهیڅکله هم دهغه خلاف ګام پورته نه کړي ؛ خومطبوعاتیان بیا خپله ژورنالیستیکي سلیقه لري اوهغه دټولنې دپیښواصلي ترجماني اوله هغه سره دلچسپي ده نه زورواکانوته چاپلوسي .
مطبوعاتیان دټولنې هغه بیباکه اوبي پروا ترجمانان دي چې ډیرځله خپلې ټولنې ته دپیښو اصلي انعکاس اوانځورول دخپل ځان په وینوسره کوي.
همدامطبوعاتیان دخپل وظیفوي مکلفیت له مخې په نوي ،تازه اودلچسپ خبرپسې ګرځي اونوي اودلچسپ خبرونه خونن سبا په افغانستان کې همدغه جنګي خبرونه دي .
جنګ بیرته دطالبانوله خوا دبهرنیوځواکونوپه خلاف پیل شوی اوپه ډیروځایونوکې بریدکوونکي هم طالبان وي،لهذادټولوکورنیواوبهرنیومطبوعاتوله لوري دهرپوځي خبرپه اعلانولوسره په غیرمستقیمه توګه دطالبانودپوځي فعالیت تذکرکیږي .
د: خبرسازه فعالیتونه ترسره کول
طالبان اکثره وخت په خپلوپوځې فعالیتونوکې داسې نوي نوښتګرانه کارونه ترسره کړي چې ترهرڅه له مخې دهغوئ خپرواي ته امریکايي رسني لیواله وي.
مثلا د۲۰۰۷ میلادي کال دجولاي په میاشت کې دطالبانوله خواپه غزني ولایت کې د۲۳ کوریایي اتباعو یرغمل کول
دکندهارله محبس څخه دیونیم زرقیدیانوخلاصول
په کابل کې دثورپه اتمه دمجاهدینودشپاړلسمي کلیزې په ویاړ په ترتیب شویو مراسیموباندې بریدکو ل
دارګ په خوله کې دسرینا اوعدلیې وزارت تربرید لاندې نیول .
داټول داسې مبتکرانه اوخارق العادته واقعات دي چې که نورهیڅ نه وي خبري رسنۍ اوتلویزوني شبکې هغه دخپل مشهور والی له امله هم خپروي.
هـ : په خپل وخت خبرنشول.
نن دانټرنټ په مټ دصحافت په ډګرکې دخبري رسنیوترمنځ داسې ګرمه سیالې اودسبق خبر مقابله روانه ده چې تقریبا خبره یې د دقیقوڅه چې دثانیو اندازې ته رسولې اودطالبانومطبوعاتي کارکوونکوبیا دخپل ژوند ټولې دقیقې اوثانیې همدغه مطبوعاتي اوتبلیغاتي سیالۍ ته وقف کړې ،هغوئ څلورویښت ساعته له ټولوخبري رسنیوسره په تماس کې وي اودهرې پیښې په اړه که همدارسنۍوغواړي کنه وغواړي دوئ خپل خبري پیغام ورته ورلیږلی وي.
په داسې حال کې چې دهمدغورسنیوژورنالیستان که وغواړي چې زمونږله ځینو ښاغلیوحکومتي چارواکوڅخه دعین هماغې پیښې په اړه معلومات ترلاسه کړي په څلورویشت ساعته کې له هغوئ سره د ملاقات اویاتماس نیولوچانس نه ورته ملاویږي.
و : په خبرورکولوکې خودارادیت (خپلواکې)
له بده مرغه چې نن زمونږپه هیوادکې دبهرنیوځواکونوشتون زموږدخپل منتخب حکومت ډیرصلاحیتونه محدوداویابیخي بلکل سلب کړي اوپه ډیرومواردوکې حکومتي چارواکې نشي کولای چې په ساحه کې دمیشتوبهرنیوچارواکوله اجازې پرته دپیښې په اړه واقعي معلومات ورکړي.
دنمونې په توګه سږکال غالبا دفروري په میاشت کې دکابل د کمپنۍ په سیمه کې په بهرنيوځوکونوباندې انتحاري برید وشو .
دکابل دامنیتي چارواکوله لوري خبري رسنیوته په خبرکې وویل شول چې برید یواځې دبریدګرپه وژل کیدو اوڅوتنوملکي وګړوپه ژوبل کیدوتمام شواوبهرنيوځواکونوته یې هیڅ زیان نه درلود.
خولیږشیبه وروسته هماغوژورنالیستانوته دبهرنیوځواکونولخواله بګرام څخه درسمي اعلامیې په ترڅ کې دهغوئ ددوتنو دژوبل کیدوخبرورکړشو.
همداشان دفره ولایت دبالا بلوک دویرجنې پیښې په اړه طالبانودپیښې په هماغه لحظه کې خبري رسنیوته ټول جریان ورساوه ،دولتي چارواکودپیښې دقربانیانوداصلي شمیردمعلومولوپه منظورله پیښې دری ورځې وروسته هالته دولتي هیئت ولیږواوهغوئ دهیواد دیوه رسمي ټاکل شوی هیئت په توګه دقربانیانوشمیره دیوسلودیرشواویوسلوڅلویښتوترمنځ وښودله .
خوامریکایانوتراوسه هم داخبره نده منلې چې هالته دې په دومره لوي شمیرملکي کسان وژل شوي وي.
دحکومتي چارواکودغه نه صلاحیت په ډیرومسائلوکې ددولت حیثیت سخت متضررکړی اودې کارپه خپل ذات کې دطالبانوله مخ پرودې زیاتیدواودهغوئ له تبلیغاتي پرمختوب سره زیاته مرسته کړې.
نتیجه :
اصلاپه هیوادکې دطالبانودبیرته راپیداکیدلواوپه سیاسي اوفرهنګي صحنه کې دهغوئ دپرمخ کیدلو اصلي عامل همدغه بهرني ځواکونه اودهغوئ نامناسب حرکات دي.
دمسلمانوافغانانود دوداوکلتورخلاف اقدامات ترسره کول ،بیګناه ملکي خلګ شهیدانول ،بي له کوم ثابت جرم څخه دهغوئ بندیانول ، په دولتي اداراتوکې داداري فسادموجودیت ،په حکومتي منصبونوباندې دمفسدواوبدناموجګړه مارانوتسط داټول هغه عوامل دي چې په غیر اختیاري توګه یې د هیواد په سیاسي اوپوځي صحنه کې له واکه لويدلي طالبان بیا رامطرح کړل .
که حکومتي چارواکي اودهغوئ بهرني ملاتړکوونکي خپلودغوتیروتنوته متوجه نشي نورهم ددې امکان شته چې دهیوادفعلي ستونزه لادبحران خواته بوتلل شي اوپه نتیجه کې به یې مظلوم افغانان نورهم دکورورانوونکې جګړې په لمبوکې وسوځیږي.