کور / تازه خبرونه / چارسده: پوليسو په يوه کور کي پنځه کسان ووژل

چارسده: پوليسو په يوه کور کي پنځه کسان ووژل

د پښتونخوا په چارسده کي د پوليسو په يونيفورم ملبسو کسانو په يوه کور کي د درو ښځو په ګډون پنځه کسان ووژل.

د چارسدې پوليس وايي پېښه د سرډهيري تاڼې ته نيژدې هغه وخت رامنځته سوې چي وسله وال د پوليسو له يونيفورم څخه په استفادې د امير نواز کور ته پر دېوال واووښتل د اميرنواز مشر زوى کامران يې له کوره وايستئ او دباندي وواژه، وروسته يې د هغه مور، خور او مېرمن ووژل.

وسله والو په کور کي نوري ډزي هم کړي چي له کبله يې امير نواز سخت ټپي سو او وروسته يې په روغتون کي ساه ورکړه.

د دې پېښي مسئوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دئ اخيستئ، خو د پښتونخوا پوليس وايي په دې اړه يې تحقيقات شروع کړي دي.