افغان پوليسو تيره ورځ [مرغومي ١٤مه] د کندهار ولايت پنجوايي په ولسولۍ کې طالبانو په ضد پوځي چانيز عمليات پيل کړي و ، چي د عملياتو په لړ کې پوليسو او طالبانو ترمنځ نښته رامنځ ته شوه او دچارواکو په وينا په دي نښته کي څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي .
د کندهار والي اسدالله خالد ،، پنجوايي ولسوالۍ کې د پوليسو له خوا پيل شو عملياتو په اړه خبريالانو ته وويل
: دعملياتو په لړ کې تر دامهاله ١١ تنه طالب وسله وال نيولي شوي ، څلور نور وژل شوي او په دي عملياتو کي يواځي پوليس ګډون لري.
د خالد په وينا : عمليات اوس هم روان دي او پوليسو ته مرګ ژوبله په دي عملياتو کي نده اوښتي.
ذپيح الله مجاهد طالب وياند تر اوسه پوري په پنجوايي ولسوالۍ کې د يادي شوي مرګ په اړه څه ندي ويلي.