د کابل ورځپاڼو نن پخپلو ګڼو کې د ځینو نورو مسئلو ترڅنګ تر ډیره د نشه يې توکو په خلاف د مبارزې لپاره د امریکا په ستراتیژۍ کې په اعلان شوي بدلون تبصرې او مطالب خپاره کړیدي.
حمید مهمند دا ورځپاڼې لوستي او لاندنې مطلب يې تری چمتو کړې دې.
اراده:
دې خپلواکې ورځپاڼې په افغانستان کې د نشه يې توکو په خلاف په روانه مبارزه کې نویو بدلونونو ته اشاره کړې، چې تمه ده د امریکا د متحده ایالاتو لخوا راوستلې شي.
ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي، چې د نشه يې توکو په خلاف د مبارزې د ستراتیژۍ بدلون یوه اساسي اړتیا ده، چې د بارک اوباما د ادارې لخوا راوستل شوې ده.
د ورځپاڼې بل مطلب په افغانستان کې قانون مندۍ ته ځانګړې شوې او پکې لیکل شوي، چې چارواکي باید د اړیکو پر ځاې قانون ته زیاته پاملرنه وکړي.
د پاکستان روان حالات او هلته د وسلوالو طالبانو فعالیتونه هم د ورځپاڼې په مطالبو کې راخستل شویدي.
انیس:
دې دولتي ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د نشه يې توکو په خلاف روانې مبارزې ته کتنه کړې او لیکلي دي، چې د تیر په نسبت په یو بشپړ بدلون سره نوي اقدامات باید په جدي توګه پلي شي.
په ورځپاڼه کې د افغان ولسمشر او د برطانیې د دفاع د وزیر ترمنځ د لیدنې خبر هم خپور شوې، چې پکې په امنیتي مسئلو خبرې شویدي.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د انتخاباتو د امنیت لپاره روانې هڅې هم څیړلي او لیکلي دي، چې له انتخاباتو نه مخکې امن ضروري دې.
ویسا:
دې خپلواکې ورځپاڼې بیا د یوې برطانوي ورځپاڼې ګارډین د یو رپورټ په استناد لیکلي دي، چې امریکا په افغانستان کې له یو ځانګړې کاندید نه ملاتړ کوي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د نړیوالې ټولنې په اړه د افغانانو نظرونه خپاره کړي او لیکلي دي، چې افغانان پدې اړه سوړ احساس لري.
په ورځپاڼه کې په افغانستان کې د پارلماني سیسټم د جوړولو لپاره د ځینو کړیو په پروګرامونو هم تبصره شوې او لیکل شویدي، چې د افغانستان د اوسني سیسټم پارلماني کول به هغه کمزورې کړي.
دې ورځپاڼې هم په پاکستان کې د طالبانو د فعالیتونو په اړه په یو مطلب کې لیکلي دي، چې وزیرستان د طالبانو په خلاف د مبارزې اصلي ځاې دې.
نخست:
دې نا دولتي ورځپاڼې بیا په افغانستان کې روانو جنګونو او د بهرنیو ځواکونو په وړاندې د طالبانو مقاومت ته په اشارې لیکلي دي، چې د افغانستان جنګ د ویټنام د تجربې تکرار دې.
دې ورځپاڼې بیا د نشه يې توکو په خلاف د روانې مبارزې په اړه په یو مطلب کې لیکلي دي، چې پدې مبارزه کې ځینې نیمګړتیاوې موجودې دي.
په ورځپاڼه کې د راتلونکو انتخاباتو او د هغو د امنیت په اړه هم یو مطلب خپور شوې او لیکل شویدي، چې د تیرو او راروانو انتخاباتو ترمنځ زیات توبیرونه موجود دي.
اصلاح او هیواد:
دې دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطلب يې پرې خپاره کړیدي.
هیواد پخپله سرمقاله کې د اتو صنعتي هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډې ته په اشارې لیکلي دي، چې پدې غونډه کې امریکا دا اعتراف کړې، چې د نشه يې توکو په خلاف د مبارزې ستراتیژۍ يې ناکامه شوې ده.
خو اصلاح بیا په افغانستان کې د امنیت مسئله راخستې او لیکلي دي، چې د افغانستان په امنیت کې ګاونډیان مهم رول لوبوي.
ملي ارمان:
نا دولتي ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله کې د نشه يې توکو په خلاف د مبارزې د ستراتیژۍ د بدلون لپاره د امریکا د پریکړې هرکلې کړې او لیکلي دي، چې امریکا او نړیواله ټولنه اوس پدې پوه شول، چې په افغانستان کې د جنګ د اوږدیدو یو اساسي علت د نشه يې توکو تولید دې.
په ورځپاڼه کې د ښځو ژوند ته هم کتنه شوې او لیکل شويدي، چې په بادغیس کې ښځې له جدي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.