د پاکستان پوځي مقامات وايي په شمالي وزيرستان کي يې ١١ پوځيان وژل سوي دي.
د پاکستاني پوځ وياند تورنجنرال اطهر عباس د دې پېښي پخلى کړئ او وايي دغه کسان د سړک د غاړي په يوه چاودنه کي وژل سوي دي.
پېښه پرون د جنوبي وزيرستان په غرلامئ سيمه کي هغه وخت رامنځته سوې چي د پوځيانو کاروان له سيمي څخه تېرېدئ او د سړک په غاړه کي درنه چاودنه سوې او وروسته قبايلي طالبانو پر کاروان وسله وال بريد وکړ.
،په دې پېښه کي پر ١١ مړو سربېره ١٠ پوځيان سخت ژوبل سوي هم دي پوځي سرچينې وايي د پوځيانو په متقابلو ډزو کي ١٠ طالبان هم وژل سوي دي.