د پاپ موسيقي د مشهور سندرغاړي مايکل جکسن کورنۍ د هغه د تدفين پر مراسمو نه سره جوړېږي.
مايکل جکسن د تېري پنجشنبې په ورځ تر يوې اوږدې ناروغۍ وروسته د زړه د حملې له کبله ساه ورکړه.
په لوېديځو مطبوعاتو کي اوس هم د جکسن پر مړينه څېړني شروع دي چي ولي هغه ته پر خپل وخت روغتيايي اسانتياوي نه دي برابري سوي او دا کار قصداً سوئ که تصادف وو.
د مايکل جکسن په باب له تېر يوه کال راهيسي ويل کېدل چي مسلمان سوئ دئ، خو دا خبر نه د هغه له خولې څخه چا اورېدلئ او نه يې هم په خپل ژوند کي رد کړئ وو.
د مايکل جکسن کورنۍ اوس پر دې نه سره جوړېږي چي هغه د اسلام او که عيسويت له مراسمو سره سم خاورو ته وسپاري.
د هغه خور جيسي جيکسن وايي مايکل کليمه ويلې او په اسلام مشرف سوئ و، ځکه يې بايد د تدفين مراسم د مسلمانانو په دود ترسره سي، خو د هغه د کورنۍ نور غړي بيا د جيسي د نظر مخالفت کوي.
مايکل جکسن چي تېر کال دوبۍ ته ولاړئ د هغه د مسلمانۍ خبرونه هم ورسره خپاره سول او په امريکا کي د څو مسجدونو امامانو هم په اسلامي طريقه د هغه د ښخولو غوښتنه کړې ده.