کور / تازه خبرونه / د بيت الله مسود قيمت نور هم لوړ سو

د بيت الله مسود قيمت نور هم لوړ سو

 

د پاکستان حکومت د قبايلي طالب مشر بيت الله مسود او ورسره نورو ١٠ کسانو د سرونو قيمت وټاکئ.

د پاکستان حکومت وايي که هر چا بيت الله مسود مړ يا ژوندى په لاس ورکړ ٥٠٠ لکه پاکستانۍ کلداري انعام به ورکړي.

په لسو نورو کسانو کي د مولانا فقيرمحمد د سر قيمت ١٥٠ لکه روپۍ، د قاري شکيل، عبدالولي، قومندان طارق، حکيم الله مسود او قاري حسن پر سرونو باندي سل سل لکه روپۍ انعام ټاکل سوئ دئ.

همدا راز د قاري ضياء الرحمان، فضل سعيد اوتىزي، مفتي الياس او ولي الرحمان پر سرونو باندي پنځوس پنځوس لکه روپۍ ټاکل سوي دي.

د پاکستان حکومت وايي دغه ټول کسان په دغه هيواد کي فساد غواړي او په خپلو ظالمانه کړنو يې پاکستان او مسلمانان په ټوله نړۍ کي بدنامه کړي دي.

د يادوني وړ ده چي په دې ليست کي د سوات د طالبانو مشران مولانا صوفي محمد او مولانا فضل الله ته هيڅ اشاره نه ده سوې، په داسي حال کي هغوى هم د پاکستان له حکومت سره جنګېږي او د دې جنګونو له کبله د سوات دوه نيم ميليونه کسان له خپلو کورونو څخه بېځايه سول.