مطبوعاتي اعلاميه
۱۳۸۸هـ ش د چنګاښ۷مه
په خواشينۍ سره مو خبر واخيست چې د پوهنې دښمنانو د خپلو كرغيړنو كړنو په دوام سره پرون د چنګاښ په ۶مه هم د غزني ولايت په ده يك ولسوالۍ كې د سليمان زيو د متوسطې ښوونكى او ديني عالم مولوي غلام محمد، ښوونځي ته د تګ پرمهال شهيد كړئ دئ .
انا لله و انا اليه راجعون
د افغانستان اسلامي جمهوريت د پوهنې وزارت په داسې حال كې چې د پوهنې په برخه كې د دغه روحاني شخصيت مظلومانه شهادت نه جبرانيدونكې ضايعه بولي، د مولوي صاحب د دغه ظالمانه ترور په وړاندې خپله كركه ښيي او نوموړي ته د مغفرت او فردوس جنت په هيله يې له كورنۍ سره ځان په دغه غم كې شريك ګڼي.
د پوهنې وزارت يو وار بيا له ټولو امنيتي كړيو څخه خپله هغه غوښتنه تكراروي چې د دارنګه مجرمانه كړنو عاملين وپيژني او قانون ته يې حواله كړي.
د افغانستان اسلامي جمهوريت د پوهنې وزارت دغه له ټولو قومي متنفذينو او مخورو هم په كلكه غوښتنه كوي چې د پوهنې وزارت د تاْسيساتو او ښوونكو په ساتنه كې له دغه وزارت سره همكاري وكړي او هيڅوك پرينږدي چې بچيان يې د تعليم له دغه لوى ديني حق څخه محروم كړي.
په درنښت
د پوهنې وزارت د عامه اړيكو مشر او وياند