( شنبه د چنګاښ اوومه ) تيره ورځ د پكتيا ولايت د سيد كرم ولسوالۍ پر سرك د قير اچوني چاري د سلاكار وزير او پكتيا والي جمعه خان همدرد لخوا رسمآ پيل شوي.
په دي مراسمو كي د پكتيا والي سربيره له كابل څخه د ولسي جرګي وكيلانو او سناتورانو برخه اخيستي وه .
دا سرك له مركز ګرديز څخه پيل كيږي او له احمد ابا او سيد كرم ولسواليو څخه تيريږي چي تر ميرزكي ولسوالۍ پوري رسيږي ، چي ټول ټال ۲۸ كيلومتره اوږدوالۍ او لس متره بر لري.
په دۍ سرك بۀ ټولي اته ميليونه امريكايي ډالره مصرف راشي چي په ګرديز كي ميشت بيا رغاوني ټيم لخوا وركول كيږي.
په پكتيا كي سږ كال د مركز ګرديز ښاري سركونو په شمول ټول ۴۰۸ كيلومتره سركونه پخيږي ، چي ځيني يي قراردايانو ته وركړل شوي ، په ځينو كار روان دي او ځيني يي د پيل كيدو په درشل كي دي.