دمیدان وردګ ولایت دنرخ ولسوالۍ او په مرکز میدانښار کې د کار په مقابل کې د(۶۱،۲۴۸) ټنو خوراکي توکیوویش دار په بدل کې پیل شوو.
دمیدان وردګ ولایت دکلیود پراختیا دریيس جان محمد حکمت جو په وینا په نوموړي خوراکي توکي دنړیوال خوارکي سازمان(WFP)په مرسته د ۲۴۵ پروژو لپاره چې (۲۰۰) یې په دنرخ په ولسوالي کې او (۴۵) پروژې دمیدان وردګو ولایت په مرکز کې د (۲۱) کاري ورځو په جریان د(۴۱۴۳) خلکودکارپه جریان کې پلې شوی دي وویشل شول، په نوموړو خوراکي توکیوکې غنم،دال،غوړي او مالګه شامل دي چې دکاریزونو،حوضونو،چینوپاکولو،دویالوکیندلو اودسړکونودرغولوپروژې پرې بشپړې شوی دي، همدارنګه دکارپه مقابل کې دخوراکي توکیو وېش په نورو ولسوالیو کې هم پیل شوی دی.
همدارنګه دیوبل خبر له مخې دملي اردو دریم کنډک پرسونلو دسیداباد ولسوالۍ دحسن خیلوپه سیمه کې یو تن دضیاالدین د اغاګل زوی د درې عدده (۷۲MM) ماینونوسره لاس په لاس نیولې او زیاتو پلټنولپاره یې کشفي ارګانونوته سپارلې دی ، په همدغه سیمه کې د وسايطو ضدماین چې د تخریبي عملونو لپاره ځای پرځای شوی وو کشف او ورسته خنثی شوو.