د امريکا د فډارلي حکومت د الينوايز ايالتي پارلمان له افغانستان څخه د امريکايي پوځيانو د ايستلو پرېکړه وکړه او د امريکا د دفاع وزارت لوړ پوړو چارواکو ته يې د دې پرېکړه ليک متن لېږلئ دئ.
په پرېکړه ليک کي راغلي چي د سپټمبر تر ١١ – مي وروسته په افغانستان کي د امريکايي پوځيانو عمليات يو ضرورت وو، امريکايي پوځيانو د ترهګرۍ خلاف جنګ کي خورا ښه او تاريخي ګامونه واخيستل، امريکا د افغانستان د نوي حکومت ملاتړ وکړ او امريکايان پوهېدلي دي چي دې جنګ ډېر وخت ونيوئ، دې جګړې د ډېرو امريکايانو سرونه وخوړل او ډېر پوځيان معيوب او زخميان سول، چي ښايي دا جنګ نور هم دوامداره سي.
همدا راز د سنا مجلس د افغانستان د بيا رغوني دپاره په ميليارډونو ډالر مرسته اعلان کړه، چي په دې کي د الينواير ايالت د مرستو رقم ١، ٢ ميليارډه ډالره دئ. نو له دې امله د الينواير ايالتي پارلمان غړو د رايو په اکثريت پرېکړه وکړه چي په افغانستان کي زموږ د پوځيانو پاتېدل د امريکا په ګټه نه دئ.
د الينواير ايالتي پارلمان يا ولايتي شورا په پرېکړه ليک کي پر مرکزي حکومت ږغ کړئ چي په افغانستان کي د پوځيانو شمېر ټيټ کړي، د جنګ پر ځاى د سياست او خبرو څخه کار واخلي او په افغانستان کي دي دفاعي چاري کرار کرار افغان امنيتي ځواکونو ته په لاس ورکړي، تر څو افغان ځواکونه د خپل حکومت د دفاع چاري په خپله پر مخ بوزي.
د دې پرېکړه ليک کاپۍ د امريکا ولسمشر باراک اوباما، په کانګريس کي د الينواير ايالتي استازو، د امريکا د سنا مجلس مشر، د ملي امنيت شورا، د دفاع وزارت او د جمهوري غوښتونکي ګوند مشر ته لېږل سوي دي.