نیټه: د ۲۰۰۹ میلادي کال د جون د میاشتې ۲۸ نیټه
په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو نن تر ډیره د ولسمشر کرزي په پروینو څرګندونو، راروانو انتخاباتو او امنیت په اړه تبصرې کړي.
په کابل کې زمونږ همکار حمید مهمند دا ورځپاڼې لوستي او لاندنې مطلب يې ترې چمتو کړې دې.
هشت صبح:
دې نا دولتي ورځپاڼې په افغانستان کې د نشه يې توکو په خلاف روانې مبارزې ته په اشارې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په حواله لیکلي دي، چې دوی د نشه يې توکو په خلاف د مبارزې ستراتیژي بدلوي.
ورخپاڼې د موضوع به دوام لیکلي دي، چې له پس له دې د امریکا متحده ایالات د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو پر ځاې د کرنې ودې ته پاملرنه کوي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د راتلونکو انتخاباتو او د بهرنیو هیوادونو د لاس وهنې په اړه د ولسمشر کرزي په وروستیو څرګندونو تبصره کړې او پوښتلي دي، چې دا اندیښنه د څه له بابته ده.
هیواد:
دې دولتي ورځپاڼې د نړۍ د اتو صنعتي هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې د افغانستان په اړه شویو بحثونو ته په اشارې لیکلي دي، چې د افغانستان ځینې ستونزې سیمه ایز او نړیوال اړخونه لري.
ورځپاڼې په یو بل ځاې کې د ایساف د یو ویاند په حواله لیکلي دي،چې دول هیوادونه چمتو شویدي، چې په افغانستان کې د انتخاباتو د امنیت لپاره نور سرتیري واستوي.
په ورځپاڼه کې یو ځلې بیا د افغان خواکونو د روزلو او سمبالولو بهیر ته کتنه شوې او لیکل شویدي، چې د سمبال پوځ او پولیس لرل د افغانستان د خلکو یوه اساسي غوښتنه ده.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د جمهوري ریاست د کاندیدانو په اړه د خلکو نظرونه هم راخستي دي.
ویسا:
دې خپلواکې ورځپاڼې بیا د خپل لومړي مخ په سر کې د جنرال مک کریسټال په حواله لیکلي دي، چې طالبانو لویدیځ زون کې د خپلو جنګیالیو شمیر زیات کړې دې.
ورځپاڼې د موضوع په دوام ددغه جنرال دا وینا هم راخستې، چې داسې نښې نښانې لیدل شوي، چې وسلوالو په شمال، شمال لویدیځ او لویدیځ کې خپل فعالیتونه پیل کړیدي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې له وسلوالو مخالفینو څخه په انتخاباتو کې د ګډون لپاره د ولسمشر کرزي په وروستۍ غوښتنې تبصره کړې او لیکلي دي، چې د ولسمشر د سولې پیغام ته باید پام وشي.
ورځپاڼې په یو جلا څیړنیز مطلب کې په راتلونکو انتخاباتو کې د رسنیو په رول تبصره کړې او لیکلي دي، چې د تبلیغ او تخریب ترمنځ اړتیا باید تفکیک شي.
افغانستان ټایمز:
دې انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د ولسمشر کرزي په پرونیو څرګندونو تبصره کړې او لیکلي دي، چې په انتخاباتو کېد ټولو اړخونو ګډون کولې شي سولې ته لاره هواره کړي.
ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام لیکلي دي، چې په اوسنیو شرایطو کې امنیتې ستونزې د ازاده عادلانه او عمومي انتخاباتو په وړاندې یو اساسي خنډ بلل کیږي او که چیرې امنیت ښه نشي نو دا ویره شته ، چې په مناسبو شرایطو کې د انتخاباتو ترسره کول به د دولت او نړیوالې ټولنې لپاره یو سخت کار وي.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې بیا په افغانستان کې راروان انتخابات د دیموکراسۍ په لور یو بل ګام بللې دې.
او ورځپاڼې خپل نننې کارتون د کاندیدانو انتخاباتي کمپاینونو ته خانګړې کړې، چې پکې یو کاندید د راې سوال کوي.
اصلاح او انیس:
دې دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.
انیس پخپله سرمقاله کې په هغو کاندیدانو انتقاد کړې، چې واک ته د رسیدلو لپاره د خپلو اهدافو په اړه هر ډول معاملې ته تیار دي.
خو اصلاح بیا د افغانستان په لویدیځ کې د ښځو د خان سوزونې په پیښو تبصره کړې او د هغې د مخنیوي لپاره يې د زیاتو هڅو سپارښتنه کړې ده.
ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې په یو مطلب کې لیکلي دي، چې که چیرې په انتخاباتو کې د راې اچون د مرکزونو څارنه ونشي نو ممکن په انتخاباتو کې درغلۍ وشي.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په افغانستان کې د طالبانو په فعالیتونو تبصره کړې او د هغې عواملو ته يې ګوته نیولې ده.
په ورځپاڼه کې هلمند ته د برطانیې د دفاع د وزیر د سفر په اړه هم یو مطلب خپور شوې او لیکل شویدي، چې دې د کومې مخکنۍ خبرتیا پرته راغلې دې.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه