کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / RTA د ژورنالیزم په اصولو پښې ږدي خو کرزي ته کمپائن کوي

RTA د ژورنالیزم په اصولو پښې ږدي خو کرزي ته کمپائن کوي

ملي تلویزون بېګاه شپه د ولسمشرۍ په هغه کاندیدانو نیوکې وکړې کومو سره چې څو ورځې مخکې د امریکا سفیر لیده کاته کړې و. ملي تلویزون پروګرام کې درې میلمانه (دحقوقپوهانو د ټولنې مشر، د کابل پوهنتون یو استاذ، او د بهرنيو چارو وزارت یو استازی) رابللي و، ټولو د امریکا د سفیر په دغه کار نیوکې وکړې، دا يې د قانون خلاف وباله او ځينو خو آن د افغانستان دپاره سپکاوی وباله. یو تن هم په پروګرام کې نه و چې د سفیر سره يي د کتونکو کاندایدانو دفاع کړې وه او یا یې د هغوی اند څرګند کړای و.

داسې هم نه ده چې ګنې د بهرنیو سفيرانو سره د کانديدانو کتل په نړیوال ټاکنيز کولتور کې نشته دی. پخپله ولسمشر کرزي د امريکا د ټولټاکنو په مهال د ديموکراتانو د کانديد باراک اوباما سره په کابل کې او د جمهوري ګوند د مرستيالې کانديدې سارا پيلين سره ليدلي و.

 که چېرته ملې تلویزون حامد کرزي ته کمپائن نه کولای نو باید د ملي رسنۍ په څېر او د بې طرفه ژورنالیزم د اصولو له مخې يي د هغه کانديدانو استازي چې د امريکا د سفير سره یې ليدلي هم په پروګرام کې میلمه کړي وو. د هرې رسنۍ داسې کړنو ته د ژورنالیزم په ژبه ((په اصولو نه ولاړ)) ژورنالیزم وايي، ځکه چې په پروګرام کې کوربه او ټول میلمانه د یو نظر تائید کوي او په همدې موخه راغوښتل شوي وي.

ملي تلویزون حامد کرزي ته د کمپائن لړۍ د څو میاشتو راپدیخوا شورو کړي ده خو اوس يي ښه زور ورکړی دی، څو ورځي مخکې د ټولټاکنو کمیسیون هم د ملي تلویزیون څخه سر ټکولی چې ځینې کاندیدانو ته کمپائن کوي.

ملي تلویزون باید په دې حساس وخت کې ډېر په پام ګامونه واخلي او که داسې کړونو ته دوام ورکړي نو ډېر ژر به خپل ګرانښت او لیدونکي له لاسه ورکړي. په داسې پروګرامونو کې که د بهرنيو چارو د وزارت د مطبوعاتي څانګې ریس (چې د برحاله ولسمشر او کانديد حامد کرزي د لاس لاندې کار کوي) راغوښتل کېږي، نو هغه کسانو ته دې هم وخت ورکړل شي چې د یو بهرني سفير سره یې ليدلي دي، او که نه بيا خلکو سره دا پوښتنې پيدا کېږي چې ولې زموږ ولسمشر د نورو هيوادونو د ټاکنو په مهال د کانديدانو سره ليدلای شي، خو زموږ په هېواد کې د ټاکنو په مهال کانديدان د بهرنیو هيوادونو د استازو سره نه شي ليدلای؟

داسې پروګرامونو کې باید میلمانه همنظري نه وي، او که چېرته همنظري وي نو بیا ورته د ټولټاکنو په وخت کې د برحال ولسمشر کمپائن او د جګړي په وخت کې د پروپاګنډۍ پروګرام ویل کیږي.