کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ایا وطن کوم مجرد مفهوم دئ ؟

ایا وطن کوم مجرد مفهوم دئ ؟

د انسانانو د پاره وطن يوه ډيره خوږه او د قدر وړ کلمه ده . د وطن په هکله د هر چا تصور او درک توپير لري . د چا دپاره وطن هغه ځای دی چيرې چې هغه زيږيدلی او لوی شوی وي . د يو لوی شمير انسانانو دپاره وطن په ټاکلو جغرافيوي حدودو کې پرته خاوره يا سيمه ده چې دوﺉ پکې اوسيږي . ښکاره خبره ده چې د وطن مفهوم او ماهيت يواځې د زيږيدنې ځای او یا هم په جغرافيوي حدودو کې پرته خاوره په بر کې نه نيسي .
وطن يوه تاريخي جغرافيوي او سياسي ټولڼيزه پديده ده چې د تاريخي ودې په ټاکلي پړاو کې منځته راغلې. لکه څرنګه چې د ټولنيزي- سياسي او اقتصادي ودې سره سم د ټولنې ټول جوړښتونه بشپړتيا او پراختيا مومي، همدغه شان د وطن د مفهوم ابعاد هم پراختيا او بدلون مومي . وطن پراخ مفهوم لري او په جوړښت کې يې مختلف عناصر شامل دي . وطن د تاريخ په اوږدو کې په جغرافيوي حدودو کې پرته خاوره يا سيمه ده چې خلک (کورنۍ، طايفې، قبيلې، قومونه، ملت) ، ټولې طبيعي زيرمې او د نسلونو، نسلونو دکار او زيار په نتيجه کې جوړ شوي مادي او معنوي ارزښتونه په بر کې نيسي او د تاريخي تکامل د ورته پړاو سره سم خپل ټولنيز – سياسي جوړښتونه، تاريخ، کلتور او ژبه لري . لکه چې ګورو وطن کوم مجرد مفهوم نه دی او په مجرده توګه د پوهيدلو وړ هم نه دی . وطن خپل جوړونکي عناصر يا خواوې لکه خلک، تاريخ، جغرافيوي حدود (خاوره)، ټولنيز سياسي جوړښتونه، ژبه، کلتور . . . لري . د وطن دغه ټول جوړونکي عناصرد يوبل څخه نه بيليدونکي دي . هر عنصر ځانته ارزښت او خپل اهميت لري او د ټولو رول او ارزښت هم يو شانته نه دی . د سکالو (موضوع) د نه اوږديدو په غرض يواځې د خاورې او ټولنيز – سياسي عناصرو د رول او ارزښت په هکله د لوستونکو سره لنډ څو ټکي شريکوم .
ټولنيز – سياسي عنصر چې ځانګړې موخه ورڅخه سياسي ځواک دی او په ټوليزه کې د دولت په وجود کې عملي بڼه پيدا کوي، د وطن په جوړونکو عناصرو کې ټاکونکی رول او ارزښت لري، ځکه دولت د هيوا د اوخلکو د ژوند د ټولو اړخونو يعنې ټولنيزو، سیاسي، اقتصادي، کلتور، ژبې او پوځي چارو د سمون، ودې او پراختيا په برخه کې او همدارنګه د نړيوالې ټولنې سره د اړيکو جوړولو، ټينګولو او راکړې ورکړې چارو په تنظيمولو کې لارښوونکی او لوری ورکونکی رول لري او د دغو چارو د سرته رسولو دپاره د يوې خوا واکونه، صلاحيتونه او امکانات لري او د بلې خوا دندې او مسؤ‎ليتونه لري . خو د بده مرغه په افغانستان کې په ټوليز ډول او په تيره بيا د وروستيو لسيزو واکمنانو د صلاحيتونو او واکونو څخه د خپلو شخصي ګټو او ولي نعمتانو د ګټو دپاره له حد نه ډيره ناوړه ګټه اخيستې ده، خو خپلې ملي تاريخي دندې او مسؤليتونه يې يا په ښه توګه سرته نه دي رسولي او يا يې ورته شا کړيده . د دغو لسيزو په تيره بيا د پخواني شوروي اتحاد او د امريکا د متحده ايالاتو د يرغل او نيواک د مهال واکمنانو دپاره وطن يعنې سياسي ځواک او بس .
د دغو دواړو مهالونو سياسي واکمنو کړيو يرغلګر مرستندويان او دوستان ګڼلي او نيواکګر يې نه ؤ بللي، او نه يې بولي . دغو واکمنو سياسي کړيو ته د وطن د خاورې بشپړتيا، خپلواکۍ، د خلکو کلتور، ژبه او تاريخ کوم ارزښت نه درلود او نه يې لري .
د کمونيستي ايډيالوژۍ بنسټ ايښودونکو به ويل که د پانګه وال پوړ (بورژوازۍ طبقې) ګټې د خطر سره مخامخ شي نودغه پوړ بيا ((وطن خرڅوي)). خو په افغانستان کې دواړه ځلې يعنې هم د پخواني شوروي اتحاد د يرغل او نيواک او هم د امريکا د متحده ايالاتو په سروالۍ ټلوالې د يرغل او نيواک په مهال وطن د داسې کسانو په وجود کې وپلورل شو چې په هيواد کې د توليد نيمه فيوډالی طرز مسلط ؤ او دغه کسان په خپله نه پانګه وال ؤ او نه هم فيوډالان (لوی ځمکې لرونکي) بلکه په مختلفو ټولنيزو پوړونو (طبقو)، قشرونو، سياسي ګوندو او ډلو پورې تړلي ؤ‎ او د مختلفو ايډيالوژيو او عقيدو پيروان ؤ. دلته داسې پايلې اخيستلی شو چې :
۱- هيڅ ټولنيز پوړ (طبقه) ، قشر، سياسي ګوندا و ډله او يا قوم په ټوليزه کې د وطن سره خيانت او جفا نه کوي بلکه په دغو ټولنيزو جوړښتونو پورې تړلي ځانګړي کسان د خپلو ګټو په خاطر د وطن په وړاندې خيانت کوي او هغه پلوري .
۲- د يو چا سياسي او مذهبي عقايد په وطن پلورنه کې خاص ځای نه لري يعنې دا چې د هر رنګه ايډيالوژۍ او عقيدې لرونکي د وطن په وړاندې دغه شانته خيانت او جفا کولی شي لکه چې د شوروي د نيواک په مهال د کيڼ نظر لرونکو کسانو يعنې د پرچميانو او خلقيانو د مشرتابه ځينو کسانو او د امريکايي نيواک په مهال د مذهبي عقايدو لرونکو يعنې د شمال ټلوالې مشرتابه غړو له خوا د وطن سره جفا او خيانت وشو. د شخصي ګټو او سياسي واک په خاطر يې وطن وپلور . البته په دغه جرم کې د لويديځ ‎څخه افغانستان ته ليږل شوي په اصطلاح افغاني تکنوکراتان چې په حقيقت کې د اړوندو لويدیځو هيوادونو څارګر دي او لوړو دولتي مقامونو کې کار کوي هم په شکل د شکلونو شريک د ي .
لکه څرنګه چې مخکې يادونه وشوه چې د وطن په متشکله عناصرو کې ټولنيز – سياسي عنصر ټاکونکی رول لري خو د دې معنی دا نه ده چې د وطن نور جوړونکي عناصر مهم رول نه لري بلکې برعکس جغرافيوي حدود يا خاوره د وطن د ((هميشني)) عنصر په توګه په ټوليز ډول او په تيره بيا د بهرني يرغل په مهال غوڅ او ټاکونکی رول لري ځکه چې :
الف : د خپلواکې خاورې د شتون پرته ملت او ملي هويت جوړ او بشپړيدلی نه شي .
ب : هيڅ ملي – سياسي ځواک (دولت) دخپلې خپلواکې خاورې د شتون پرته جوړيدلی نه شي او که په بل کوم وطن کې يعنې په تبعيد کې جوړ هم شي نو هغه مؤقتي شکل لري او د وطن مفهوم په بر کې نه شي نيولی . د دغه ډول مؤقت دولت موخه هم د خپلې خاورې او خپلواکۍ د لاسته راوړلو پرته بل کوم شی کيدلی نه شي .
ج : د بهرنيو يرغلګرو د ښکيلاک په مهال هر سياسي ځواک (دولت) لاس پوڅی او بل واکی وي او د بلې خوا د خاورې بشپړتيا د نيمګړتيا د ګواښ سره مخامخ وي .
د: جغرافيوي حدود يا ګډه سيمه د سياسي ځواک په پرتله زياته ثابته وي او سياسي ځواک ډير بدليدونکی وي.
ه: البته یواځې د خاورې يا يوې سيمي شتون هم د خلکو د او سياسي ځواک پرته د وطن مفهوم نه ورکوي . مثلاٌ انترکتيکا چيرې چې د هيچا ملي واکمني نشته دې .
په ټوليزه کې ويلی شو چې يواځې د يوې ګډې تاريخي خپلواکې خاورې او د ريښتيني ګډ ملی دولت په چوکاټ کې د ټولنې د روبنايي او زيربنايي ودې څرنګوالی، د خلکو ټولنيز موقفونه، د يو ملت هويت، عنعنې، باورونه (اعتقادونه) روحي او سايکولوژيکي ځانګړتياوې يعنې ټولنيړ روان او همدارنګه د ټولنيزو پوړونو او ډلو د مبارزو ځانګړتياوې او څرنګوالی د تاريخي پلوه او هم په ځانګړو شرایطو کې د پيژندنې، پوهيدلو او درک وړ دي .
په اوسنيو شرایطو کې زمونږ وطن افغانستان د نيواک لاندې دی. د نيواک په حالت کې په هر ډول سره چې دولت جوړ شي هغه خپلواک کيدلی نه شي او د خاورې بشپړتيا د ګواښ څخه امن پاتې کيدلی نه شي . د افغانستان سياسي واکمنان لمر په دوو ګوتو پټولی نه شي، واقعيتونه بايد ومني . په تشو تبليغاتو باندې واقعيتونه نه بدليږي بلکه تر يو وخته پورې پټ ساتل کيدلی شي . سياسي واکمن بايد نور د سياسي ځواک په خاطر د خپل وطن او خلکو په برخلیک لوبې و نه کړي او دخپلو شخصي ګټو او نيواکګرو ولي نعمتانو د ګټو پر ځای د خپلو خلکو او وطن ملي ګټې په پام کې ونيسي او د دې ناورين يعنې افغان وژنې په تيره بيا پښتون وژنې د پای ته رسيدو او د وطن د خپلواکۍ په غرض د وسله وال مقاومت سره د خبرو اترو په لور ريښتيني عملي ګامونه پورته کړي . لوی اکثريت افغانان د هرې پلمې او نوم لاندې چې وي د جګړو د دوام او افغان وژنې سره غوڅ مخالفت لري او د افغانستان د ناورين د سوله ايز حل غوښتونکي دی . د هيواد د سياسي واکمنو کړيو د اووه کلنۍ واکمنۍ کړو وړو ته په کتنې سره د هغوﺉ څخه د موجوده ناورين نه د وطن د ژغورنې په برخه کې دغومره لويه هيله کيدای شي چې يواځې همدغسې تشه هيله پاتې شي، نو ځکه ټولو ريښتينو وطنپالو او سوله غوښتونکو افغانانو ته ښايي چې د ټولو ممکنو سوله ايزو لارو چارو څخه د نيواک ، جګړې او افغان وژنې د پای ته رسيدلو په لاره کې د اسلامي – وطني دين له مخې همغږې هلې، ځلې او عملي ګامونه پورته کړي .

په درنښت