د کندهار امنيتي مقامات وايي په دغه ولايت کي يې يو داسي ځوان نيولى چي د ولايتي شورا پر رئيس احمدولي کرزي يې د بريد نيت درلودئ.
د ققنوس آژانس د کندهار د ملي امنيت په حواله خبر ورکوي چي د پاکستان تبعه ١٩ کلن حبيب الله يې پرون د جمعې په ورځ ژوندى نيولئ دي.
په راپور راغلي چي حبيب الله د بلوچستان ايالت په کوټه کي روزل سوئ او بيا پر ولي کرزي باندي د بريد په خاطر کندهار ښار ته راغلئ وو چي له ځانمرګي صدرۍ سره يو ځاى پرون سهار نيول سوئ دئ.
احمدولي کرزي تېره مياشت له جلال آباد څخه کابل ته په لاره کي د ورېښمين تنګي په سيمه کي له يوه وسله وال بريد څخه هم روغ ووتئ.