کور / شعر / پت

پت

خوبونه رانه تللي شوګیرئ دي چئ را ځي
نیټئ دي هیرئ شوي خووعدئ دي چی راځي


حیران یم چی پښتون جانان به څه ته پښتو وايي
حجرئ یی کړلې ړنګئ خو جرګئ دي چی راځي


توبو نه مې توبه کړه چی جانان می خپه نه شي
هر ګوټ پسئ ساقي زما توبی دي  چی راځي


پیالی یی کړلی ماتی چی دمیو کور یی سولو
دا ځکه دکاسو پسی کاسی دي چی را ځي


تشتور ی کاروانونه راستانه شول دزړه کورته
لو ټ شوي ستا کوڅه کی قافلئ دي چی راځي


خندا دجانان ورکه شوه دسترګو اشاروکی
کډوال مساپرۍ اوسختی شپئ دي چی راځي


دعشق دلیونیانو څه ځانګړې شان نړۍوي
بی اوره باندی وسوم سری لمبئ دي چی راځي


په عمر کی خو يو ځل پسرلیه چم له  را شه
افغان زلمو او پیغلو دا ګیلئ دي چی راځي


قربان یی له حیا شم عشق یی دپت تابع دئ
دا ښکلي خدمتګاره پښتنئ دي چی راځي


لراوبر ادبي برخه:
د حمزه بابا غزل


حیران یم د اشنا راته جرګې دي چې راځي
او ماته بوږنوکې وسوسې دي چې راځي


سپرلي کې مې په ویره ویره ماته کړه توبه
اوس خولې ته مې هر ګوټ سره توبې دي چې راځي


قربان د له وعدو نه زما عمر یې کړو ډېر
همداسې په نېټو پسې نېټې دي چې راځي


راځو په خپله هم خو د مینو کړي ازمېښت
محفل ته په کاسو پسې کاسې دي چې راځي


روغ نه وو چې یې کړله بدرګه د لیونو
یو څو لیوني روستو راپسې دي چې راځي


حمزه په هر دیدن مې د یار تنده شي سیوا
الفت کې په پردو پسې پردې دي چې راځي