د هرات ولايت پوځي چارواکي وايي د پنجشنبې په ورځ يې د بادغيس ولايت په بالامرغاب ولسوالي کي څلور طالبان د هغوى د مشر ملا عبدالله سره يو ځاى وژلي دي.
د هرات د پوليسو وياند عبدالروف احمدي وايي دغه طالبانو ته يې دغه مرګ ژوبله د آيساف ځواکونو سره د ګډو عملياتو په ترڅ کي اړولې چي څلور طالبان پکښي وژل سوي او پنځه نور ټپيان سوي دي.
په يوه بله پېښه کي چي د بادغيس په کيشکي کوهنه ولسوالي کي رامنځته سوې د درو طالبانو د وژلو ادعا کېږي.
طالبانو لا تر اوسه په دې باب څه نه دي ويلي، خو د هرات پوځي چارواکو د شينډنډ په ولسوالي کي د مولوي صديق په نوم د يوه سيمه ايز طالب قومندان د نيولو ادعا هم کړې ده.