دا عشق آسان کار ندی هرڅوک عاشق کیدی نشي
پتنګ غوندې هرڅوک په اوردشمعې سوزیدی نشي
عاشق خو قربانیږي معشوقې د هر اداء ځنې
مني په عشق کې هرستم چې راشي د دنیا ځنې
دا کارد سربازي دی هرڅوک سر نه تیریدی نشي
پتنګ غوندې هرڅوک په اوردشمعې سوزیدی نشي
دا مینه په زور نه کیږي عشق زور کله منلی دی
د مینې دې مقام ته پادشاهانو سر ټیټ کړی دی
د عشق د زور مخ ته سکندر هم ټینګیدی نشي
پتنګ غوندې هرڅوک په اوردشمعې سوزیدی نشي
دعشق په رنځ چې وی اخته په سره اورکې سوزیږي
خوب نلري تمامه شپه به ځان سره ژړیږي
وصال یې یو دوا دی څوک په بل شۍ جوړیدی نشي
پتنګ غوندې هرڅوک په اوردشمعې سوزیدی نشي
غالب وایې عشق اور دي چې آسانه نه بلیږي دا
چې بل شي په آسانه بیرته دا به نه سړیږي بیا
شغله د عشق تیز وی هر څوک مخ ته ودریدی نشي
پتنګ غوندې هرڅوک په اوردشمعې سوزیدی نشي
وطنه ستا د عشق نه غیر کامل کله ایمان مو دی
ساتو به دې آزاده تل همدغه یو پیمان مو دی
دا ژبه د پښتون ده طاهري دا بدلیدی نشي
پتنګ غوندې هرڅوک په اوردشمعې سوزیدی نشي