د ملي امنيت رياست په کابل کي د يوې ډلي ځانمرګو بريدکوونکو د نيولو خبر ورکړ.
ققنوس آژانس د ملي امنيت د وياند سعيد انصاري په حواله خبر ورکړ چي په کابل ښار کي يې يوه ډله ځانمرګي بريد کوونکي له مهماتو سره يو ځاى نيولي دي.
راپور وايي دغو کسانو په کابل ښار کي پر يوه وخت په يوه ساحه کي پر څو هدفونو د حلقوي بريدونو د ترسره کولو پلان درلودئ.
د راپور له مخي ياد سوي کسان د ټوي څخه کندهار او بيا کابل ته راغلي چي بريدونه ترسره کړي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه